1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيه کي د قهرېدلي غورځنگ کليزه په نوو احتجاجونه ولمانځل سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14uad

د هسپانيې په هيواد کي په لسگونو زرو انسانانو د حکومت د سپما د سياست پر ضد احتجاجونه کړي دي. د پلازمېني مادريد و Puerta del Sol نومي ډگر ته د شنبې په ماښام په زرگونو احتجاج کوونکي ور رسېدلي چي وايي تر دریو ورځو پوري به هلته خپل پاته سي.

چارواکو ويلي دي چي په دغه ډگر کي به د شپې پر وخت د خيمو وهلو اجازه ورنه کړي. په عينې حال کي د هسپانيې په بارسېلونا، بيل باؤ، مالاگا او سېويليا کي هم احتجاجونه سوي دي. احتجاج کوونکو په خپل احتجاج سره د قهرېدلي غورځنگ د پېل لومړۍ کليزه هم لمانځله.

يو کال تر مخه د دغه غورځنگ په ترڅ کي په سلگونو زرو هسپانويانو د سپما پر ضد احتجاجونه پېل کړه چي د هسپانيې او د ټولي اروپا د نورو احتجاج کوونکو له پاره الهام وگرځېدل. په هسپانيه کي هر څلورم وگړی بې روزگاره دئ او په دې توگه هسپانيه د يورو پول واحد د زون هغه هیواد دئ چې د بیکارې کچه پکښې لوړه ده. د شنبې په ماښام د هسپانيې په گاونډي هيواد پرُتگال کي هم په زرگونو انسانانو احتجاجونه تر سره کړل.