1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیه کې دوه چیچینیان له االقاعدې سره په تړواو تورن شول

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15kVG

هسپانوي چارواکو وویل چې د نوموړي هیواد یوه قاضي د یکشنبې په ورځ دوه چیچنیان وروسته له هغه د القاعدې ترهګرې شبکې سره په تړاو تورن کړل چې په دې تروریستي ډله کې د هغوی غړیتوب ثابت شو او له هغوی سره د بمب جوړولو له پاره لازم مواد وموندل شول.

دغه دوه کسان د چهار شنبې په ورځ په یوه لوی موټر کې چې د فرانسې د پولې په لور روان وو ونیول شول. قاضي وویل چې هغه خپل دغه پریکړه د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، روسې او جیبرالتا د چارواکو د معلوماتو پر اساس نیولې ده.

د هسپانوي قاضي په خبره هغه اسناد چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا محکمې ته وړاندې شوي ښیي چې دغو دوو تنو چیچینيانو له ۲۰۱۰ کال څخه راهیسې د پاکستان په وزیرستان او افغانستان کی په «تروریستی فعالیتونو» لاس پورې کړی دﺉ.