1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیه کې د بانکونو کړکیچ روان دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه

له یونان وروسته هسپانیه، د یورو د حوزې بل هیواد دئ چې له سخت مالي کړکیچ سره مخامخ شوی دئ. مادرید ډیره هڅه وکړه چې پرته له پور اخیستلو خپلې ستونزې حل کړي. خو اوس دې هیواد هم مرستو ته لاس اوږد کړی.

https://p.dw.com/p/15Bfu
انځور: picture-alliance/Stephan Persch

د هسپانیې حکومت له دې امله د حقارت احساس کوي چې پر دې و نه توانید چې د خپل هیواد د بانکونو د کړکیچ له پاره د حل لاره پیدا کړي. هسپانیه د یورو د حوزې څلورم هیواد دئ چې د یورو د ژغورنې مالی صندوق څخه د مرستې له پاره غوښتنه کوي.

د جمعی تر ورځي هم دا خبره معلومه نه وه چې آیا هسپانیه به له دغه صندوق څخه پورونه واخلي او که نه. خو اوس د دې هیواد د مالیې وزیر، لویز دي ګویندوز، اعلان وکړ چې د هغه حکومت به د مالي لحاظه د هیواد ځپل شوو بانکونو له پاره د مرستې غوښتنلیک وړاندې کړي.

د یورو د حوزې د مالیې وزیرانو د هسپانیې له پاره د سل میلیارده یورو د پور د ورکړې ژمنه کړې ده. د اروپا د اتحادیې د کمیسیون مشر، خوزي مانویل باروسو، او د یورو د پیسې کمیسیار، اولي رهن د «هسپانیې له دې تصمیم او د یورو د حوزې د مثبت ځواب، چې له هسپانیې سره به مرسته کوي، هرکلی وکړ.»

هغوی وویل چې د اروپا د اتحادیې کمیسیون (اجرائیه ارګان) او نړیوال وجهي صندوق به اوس په هسپیانیه کې وضعیت تر ارزونې لاندې ونیسي او بیا به د مالي سیکتور له پاره د مناسبو شرایطو وړاندیز وکړي.»

باروسو، او رهن، په خپلو څرګندونو کې د هسپانیې د راتلونکي په هکله خوشبینه ښکاری:

«موږ ډاډه یو چې هسپانیه به د خپل بانکي سیستم او دغه راز په نورو برخو کې له بنسټیزو اصلاحاتو او په خپلو دولتي لګښتونو کې له سپما سره د پانګه والو اعتماد ورو ورو بیرته راخپل کړي.»

هسپانیې تر فشار لاندې عمل وکړ

د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله، هم د هسپانیې له نوموړي تصمیم څخه چي غواړي د یورو د ژغورنې له مالي صندوق څخه د پور اخیستلو غوښتلیک وړاندي کړي، هرکلی وکړ. شویبله د خپل هیواد له یوې تلویزوني شبکی سره په مرکه کې دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې د یورو د حوزې د غړو هیوادونو د مالیې له نورو وزیرانو سره ئې د تیلفون له لارې تماس ونیو.

« موږ په خپل تیلیفوني کنفرانس کې څرګنده کړه، که چیرې هسپانیه د یوه داسی څه له پاره غوښتنه وکړي، مونږ به هغې ته مثبت ځواب ورکړو او ور سره به مرسته وکړو. التبه ښکاره ده چې دا مرستې به د اروپایي تأسیساتو او د هرهیواد د ملي پارلمان له مقرراتو سره سمې کیږي.»

ډیری په دې نظر دي چې هسپانیه د یورو د حوزې د نورو حکومتونو چې آلمان هم پکښی شامل دئ، تر فشار لاندې ونیوله شوه، تر څو د داسې مرستی له پاره لاس اوږد کړي. خو په معامله کې ټول شامل اړخونه دې مسئلې ته ډیر زیات اهمیت ورکوي چې له هسپانیې سره به هسې هر اړخیزه مرستې په پام کې نه وي چې له یونان، پرتګال او آیرلند سره وشوې.

د هسپانیې عام خلک چې په سختو اقتصادي ستونزو کې شپې او ورځې تیروي او د بیکارۍ کچه پکښې ډیره لوړه ده او په خاصه توګه د ځوانانو په منځ کې، له دې ډول مرستو څخه راضي نه دي.

نړیوال غبرګون
نړیوال وجهي صندوق او همدا راز په امریکا متحده ایالاتو او جاپان کې د مالي چارو لوړ پوړو مشرانو د هسپانیې له دې تصمیم څخه هرکلی کړی دئ چې غواړي د یورو د حوزې په مرسته خپل بانکي سیکتور کې سمونوالی رامنځ ته کړي.

حسل بخ، آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض