1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیه کې سیلابونو اوه تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه
https://p.dw.com/p/16HP6

د هسپانیې په سویلي سیمه اندلوسیا او مورسیه کې کې د سیلابونو له امله ۷ تنه وژل شوي او نور په سوونو تنه خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي. زیاته شوې ده چې څلور تنه قربانیان د مالگا او المیریا په ساحلي ولایتونو کې له منځه تللي دي، دغه سیمې د سیاحت له پاره مشهورې دي. د سختو بارانونو وروسته عامه ترانسپورت او یو شمیر سړکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي. په هسپانیې کې د څو میاشتو د وچکالې وروسته د جمعې په ورځ د بارانونو د ورښت لړۍ پیل شوې وه.