1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیې او پرتگال کې د سپما پر ضد لاریونونه تر سره شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/169wb

د هسپانیې په پلازمینې مادرید کې تیره ورځ د حکومت د سپما پروگرام پر ضد په لسگونو زره خلک سړکونو ته راوتلي وو. پلازمینې مادريد ته په شاوخوا ۱۰۰۰ سرویسونو کې مظاهره کوونکي ورغلي وو. دغه لاریون د هسپانیې د کارگرو د دوو سترو اتحادیو له لوري تنظیم شوی وو.

د هسپانیې دولت پر دې خبره ټینگار کوي چې د سپما پروگرام به په دې کې مرسته وکړي چې دغه هیواد ډیرو زیاتو پورونو لکه د یونان، آیرلند او پورتگال هیوادونو چې تر لاسه کړي اخیستلو ته اړ نه وي. په عین وخت کې د پرتگال په هیواد کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو د دولت له لوري د مالیو د لوړولو پر ضد احتجاج کړی دئ.