1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیې کې د ترانسپورتې الوتکې رالویدو څلور کسان وژلي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

په هسپانیې کې یوه A400M ډوله پوځي ترانسپورتي الوتکه لویدلې ده. په دې پیښه کې ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. آلمان د دې پیښې د لامل تر معلومیدو پورې د دغو الوتکو پروازونه ځنډولي دي.

https://p.dw.com/p/1FNcz
Spanien Absturz Airbus A400M
انځور: picture-alliance/dpa/Seville Fire Department

د هسپانیې په سويلا سیمه کې د الوتکو په یوه کارخانه کې د دغې الوتکې د جوړیدو چاري بشپړې شوې او وروسته بیا د یو آزمایشي پرواز له پاره هوا ته پورته شوه. د پرواز له پیله لا ۱۵ دقیقې نه وې تیرې شوې چې الوتکه رانسکوره شوه.

تر اوسه پورې د دغې پيښې د علت په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي. د هسپانیې لومړي وزیر ماریانو رایوې، د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل: «موږ دقیق نه شو ویلې چې څه پیښ شوي دي.»

د هسپانیې لومړي وزیر د وضاحت غوښتنه وکړه

ښاغلي رایوی وویل چې د پيښې په هکله باید وضاحت رامنځ ته شي. نوموړي زیاته کړه: «ښه به دا وي چې د دغې الوتکې مسوول چارواکي د خلکو په عام محضر ووایې چې څه پیښ شوي دي.»

د دغې الوتکې تولیدونکي شرکت ویلي دي چې پیلوټانو باید د الوتکې تر نسکوریدو لږ مخکې بیړنۍ اړیکه ټینګه کړې وای. د هسپانیې د هوانوردي وزارت د الوتکې د رانسکوریدو د علت معلومولو په هکله څیړني پیل کړي دي.

آلمان د پنځوس A400M ډوله الوتکو فرمایش ورکړی دی
آلمان د پنځوس A400M ډوله الوتکو فرمایش ورکړی دیانځور: picture-alliance/dpaA. Rain

په دغه پيښه کې چې د شنبې په ورځ د فرانسې په سویلا سیمه کې رامنځته شوې د الوتکې له شپږ تنه عملې څخه څلور یې مړه او دوه تنه نور یې ډیر سخت سوزیدلي او ټپیان شوي دي. د پيښې ټول قربانیان فرانسوي اتباع دي چې د آیربس شرکت د «دفاع او فضا» څانگې له پاره یې کار کاوه.

مخکې تر دې چې دغه الوتکې د نورو هیوادونو هوایې ځواکونو ته وسپارل شي د هسپانیې په جنوب کې د سویلا سیمه کې دغه الوتکې بسته بندي او آزمايل کیږي. په پام کې نیول شوې چې دغه الوتکې به د ناټو ډیر شمیر غړو هیوادونو کې د هوایې ترانسپورت مهمه برخه وگرځي. ټاکل شوې وه چې دغه الوتکه باید د جون په میاشت کې ترکیې ته استول شوې وایې.

آلمان د پنځوس A400M ډوله الوتکو فرمایش ورکړی دی

A400M ډوله الوتکې لا د پخوا څخه ۵ نورو هیوادونو ته استول شوې دي. په دغو هیوادونو کې لویه بریتانیا، مالیزیا، آلمان، فرانسه او ترکیه شامل دي. د ألمان پوځ د دسمبر په میاشت کې په دغو الوتکو کې د نیمگړتیاو په هلکه خبر ورکړی وو. په مجموع کې د آلمان له خوا د ۵۳ دا ډوله الوتکو فرمایش ورکړل شوې دی.

په هسپانیې کې د A400M ډوله پوځي ترانسپورتي الوتکې تر رانسکوریدو وروسته د آلمان د هوایې ځواکونو مسوول ډگر جنرال کارل موللر، پریکړه کړی ده چې د A400M ډوله الوتکې د ستونزو تر حلیدو پورې د پرواز اجازه نه لري. موللر زیاته کړې ده چې دغه الوتکې دې لږ تر لږه تر هغې پوري پرواز نه کوي چې په هسپانیا کې د را نسکورې شوې الوتکې د سقوط علت نه وي روښانه شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب