1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي دوست- دښمن بريد د ناټو دوه عسکر وژلي

۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبه

په افغانستان کي ائتلافي ځواکونو ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ په هلمند ولايت کي د افغان ملي اردو په يونيفورم کي افغانانو د ناټو دوه عسکر ويشتلي او وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1GLXs
انځور: Getty Images

د ناټو د معلوماتو له مخي «د چهارشنبې ورځي په سهار وختي دوو تنو افغانانو چي د دغه هيواد د ملي اردو يونيفورم ئې اغوستی وو، هغه مهال د ناټو د عسکرو پر موټر يرغل وکړ چي د افغان امنيتي ځواک يوه مرکز ته روان وو.»

د ناټو له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي د دوی په جوابي فيرونو کي يرغل کوونکي وژل سوي دي. په وينا پاڼه کي د وژل سوو بهرنيو عسکرو د هويت په اړه څه نه دي ويل سوي.

د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستي. ځيني غربي چارواکي دغه شان پېښي د ياغيانو توطئه نه، بلکي شخصي کينې او فرهنگي سوتفاهم گڼي.

د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي ورځ تر بلي ډېريږي. له هغه راهيسي چي په اصطلاح دوست- دښمن بريدونه پيل سوي دي د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ اعتبار ته سخت زيان رسېدلی دئ.

په افغانستان کي د دوست- دښمن يرغل تر ټولو بده پېښه د تيرکال په اگست مياشتي کي وه چي د کابل په يوه پوځي اکاډمۍ کي يو امريکايي جنرال ووژل سو.

دا د ويټنام تر جگړې وروسته لومړی امريکايي جنرال دی، چي تر هيواد دباندي ماموريت کي وژل کيږي.

د روان کال په اپريل مياشت کي يو امريکايي عسکر له افغان عسکرو سره د فيرونو په تبادله کي ووژل سوو.