1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د «اسلامي دولت»ډلي احتمالي غړی وژل سوی

د فرانسې خبري آژانس۱۳۹۳ بهمن ۲۰, دوشنبه

چارواکو ویلي دي چې د ناټو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د طالبانو یو قوماندان چې په گوانتانامو زندان کې یې وخت تیر کړی وو او اوس له اسلامي دولت ترهگري ډلې سره په اړیکه لرلو شکمن وو، وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1EYMK
انځور: Getty Images

افغان چارواکو ویلي دي چې په برید کې ملا عبدالروف خادم، د هغه زوم او درې تنه نور یاغیان په موټر کې په نخښه شوي دي. دغو چا واکو زیاته کړې ده چې دغه کسان د هلمند ولایت په کجکي سیمه کې وژل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي دي چې ملا خادم په ۲۰۰۷م کال کې له گوانتانامو زندان څخه تر آزادیدو وروسته هلمند ته ستون شو او په وروستیو وختونو کې یې له اسلامي دولت سره خپل ملگرتیا اعلان کړه. له بلې خوا د طالبانو یوه قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ملا خادم په رسمي توگه له اسلامي دولت سره نه وو یوځای شوي او دوی هم هغه په رسمیت نه پيژندی.

یوه پاکستاني یاغي بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ملا خادم په سیمه کې اسلامي دولت ته د طالبانو د یو شمیر جنگیالیو په جلب کې لاس لاره او د دې ډلي اصلي مهره وه.

په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموريت «بشپړ ملاتړ» له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ائتلافي ځواکونو د فبروري مياشتي پر نهمه نېټه په هلمند ولایت کې یوه دقیق هدف په نخښه کړی دی چې په پایله کې یې اته داسي کسان وژل شوي دي چې ائتلافي ځواکونو ته یې گواښ رامنځ ته کاوه.

لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې د ناټو او افغان چارواکو له له خوا د مرگ ژوبلي وړاندي شوې شمیرې ولې سره توپیر لري. د هلمند ولایت مرستیال محمد جان رسولیار، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د یاغیانو موتر د افغانستان پر سیمه ییزو وخت د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په نخښه شوی دی. د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم د ملا خادم وژل کیدل تائید کړي دي.

سیمه ییزو اوسیدونکو ویلي دي چې د ملا خادم د انډيوالانو شمیر شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسید او کله نا کله به له سیمه ییزو طالبانو سره په ټکر کې ول.

د طالبانو یوه قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه له طالبانو سره ژور اختلافونه لرل. موږ د طالبانو مشرتابه په وروستیو وختونو کې د اختلافونو د له منځه وړلو له پاره سیمي ته یو اهیئت استولی وو خو د دې هیات د کار له پیلیدو مخکي ملا خادم ووژل شو.»

په وروستیو وختونو کې افغانستان ته د اسلامي دولت د فعالیتونو د غځیدو په اړه اندیښنې ډیري شوي دي، خو لا تر اوسه پوري په دې هیواد کې د اسلامي دولت ترهگري ډلې شتون په رسمي ډول نه دی تائید شوی.