1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د پراخو عملياتو د ترسره کېدو هدف څه دی؟

۱۳۸۸ تیر ۱۸, پنجشنبه

په هلمندولايت کي د يوې اونۍ راهيسي بهرنيو ځواکونو د خنجر په نامه پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي...

https://p.dw.com/p/IkeJ
په هلمند کي مېشت برتانوي ځواکونو د پوځي عملیاتو پر مهال
په هلمند کي مېشت برتانوي ځواکونو د پوځي عملیاتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

. داچي ددې عملياتو اصلي هدف څه دی د افغانستان د سياسي چارو له کارپوه ښاغلي حبيب الله غمخور سره مو په دې اړه مرکه کړې چي لنډيز يې ستاسو مخ ته ږدو. او په لومړی سر کي مو د همدې عملياتو د هدف په اړه ځني پوښتلي.

غمخور: زه فکر کوم چي ددې جګړې هدف دادی چي بهرني ځواکونه غواړي د هلمند په ولايت کي د انتخاباتو د صندقونو د ايښودلو له پاره زمينه برابره کړي.

تاسو ته معلومه ده چي د هلمندولايت په اکثريت ولسواليو کي نوم ليکنه نه ده سوې او امريکا دا هوډ کړی دی، چي دوی به د امنيت ساتنه کوي تر څو په افغانستان کي ډاډمن انتخابات تر سره سي. د بلي خوا څخه اوباما په دا نوې ستراتيژۍ کي چي دوه مخه لري يو يې بيا جوړونه او بل يې د امنيت راوستل دي، نو دا لومړني عمليات دي چي د افغانستان په دغه اته کلن تاريخ چي په دومره دبدبه باندي شروع کيږي او دوی غواړي چي د هلمند ولايت پر ټولو ولسواليو باندي دولتي حاکميت تامين کړي تر څو وکولای سي هلته د انتخاباتو له پاره زمينه برابره سي.

دويچه ويلي: ددغه ډول عملياتو په ترسره کولو سره به خلک هلته ودې ته حاضر سي چي صندقونو ته ورسي او خپلي رايي وکاروي. په داسي حال کي چي هلته د هري خوا ډار موجود دی.

غمخور: زه فکر نه کوم، ستاسو سوال کاملاً پر ځای دی. امريکايي ځواکونه او افغان دولت داسي فکر کوي، چي کچيري هلته د يوې ولسوالۍ په نامه يو تعمير فعال سي هلته ولسوال کښېنول سي قاضي او مامور د احصايې ناست وي او يو څو عسکر يا پوليس دوري ايسته ورته ګرځي نو ګويا دا امنيت تامين دی، په دغه شکل په هلمند کي امنيت نسي تا مينېدلای. تاسو وليدل کله چي امريکايانو دا عمليات په هلمند کي شروع کړل هلته په واقيعت کي ډير مقاومت نه دی سوی که څه هم داسي فکر کېدی چي هلته به مقاومت وسي. خو طالبانو يو نوی تاکتيک اختيار کړی دی. زه پدې باور يم چي د طالبانو بهرنيو پلويانو دوی ته دا خبره کړې ده، چي د امريکا ددغه ځواک په مقابل کي مقاومت نه يوازي داچي دوی له منځه وړي، بلکي دا کلي او کورونه به هم په ويرانو بدل کړی او په اخيرکي به د خلکو نفرت په عملي شکل د طالبانو په مقابل کي را وپاريږي. ولس ډير فريشانه دی هلته دغه د امريکايانو بهرنيانو را څرګندېدل او د بلي خوا څخه د ديواله شاته د طالبانو غاښ چيچی ولس ته هغه هيران دي چي څه وکړي. زه په دې باور نه يم چي هلته به خلک به په ډاډ منه توګه په انتخاباتو کي برخه واخلي.

دويچه ويلي: تاسو مخکي دې ته اشاره وکړه چي د اوباما په نوې ستراتيژۍ کي داسي راغلي چي ملکي بيا رغاوني ته به پاملرنه کيږي. ستاسو په نظر ملکي بيارغاوني ته پاملرنه کول بايد په پوځي عملياتو سره وسي.

غمخور: نه، البته ددوی به تاکتيک داسي وي چي وايي موږ بايد يوار سيمه له مخالفينو څخه پاکه کړو او امنيت راولو وروسته به د بيا رغوني کار شروع کړو. خو دغسي تعبير په افغانستان کي يا د مسالې دغسي پوهېدل او يا بهرني پوهول غلط دي. اساسي خبره داده چي اولس ته بايد دا وروفهمول سي، چي زه دغه دی نه د جنګي، بلکي د سوله ايزو توکو سره راغلی يم. د ولس قناعت بايد حاصل سي. اوس بايد هلته د نوو پروژو جوړونه پيل سوې وای. د دنيا د نورو هيواو تاريخ ته که سړی وګوري هلته چي سيمه نيول سوې ده په دا سبا د بيا جوړوني کارونه پيل سوی دي خلکو ليدلي دي.

دويچه ويلي: تر اوسه چي په افغانستان کي هغه ولسوالۍ چي د دولت د مخالفينو څخه نيول سوي دي هغه د ډير لږ وخت له پاره وي بيرته پريښول سوي دي نو په داسي لږ موده کي د بيا رغوني کارونه امکان لري چي تر سره سي. او که يا دا واري به دوی هلته تر ډيره وخته پاته سي.

غمخور: زه په دې باور نه يم چي دوی دي تر ډيره وخته هلته پاته سي. دغه اوسنۍ چوپتيا دايمي نه ده. زه ددغي چوپتياڅخه په واقيعت کي د يو افغان په صفت ډاريږم، دا يو جنګي تاکتيک بولم او داسي فکر کوم چي يوه شپه يا يو سهار وختي، لکه دوی چي د شپې پر يوه بجه عمليات شروع کړل داسي يو عمومي شبخون را شروع نسي او دا ولس را ونه پاريږي. ددې له پاره چي دا کار ونسي دستي بايد هلته د بيا رغوني کارونه پيل سي.