1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي يو بل خبريال وژل سوی

۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعه

په هلمند ولایت کې د ژورناليستانو پر موټر چاودني د آریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر وژلي دی. دغه خبر افغان چارواکو د جمعې په ورځ ورکړی دی. ۲۰۱۶م کال د خبریالانو له پاره یو خونړی کال دی.

https://p.dw.com/p/2S8DT
Screenshot Twitter account Nimatullah Zaheer
انځور: twitter.com/nematzahir

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک، رسنيو ته ویلي دي چې د نعمت الله زهیر موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شوی زهير پکښې وژل شوي او يو بل تن پکښې ټپي شوی دی.

ويل شوي دي چې نعمت الله زهیر له نورو خبریالانو سره د سره گودر سیمې ته د پوځي عملیاتو د پوښښ له پاره تللی وو چې موټر يې پر ماین وخوت.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د پولیس د مشر حاجي گران له قوله لیکلي دي چې دغه پیښه په لښکرگاه کې د جمعې په ورځ سهار لس بجې رامنځ ته شوې ده. خو حاجي گران له نعمت الله زهیر سره د بل ټپي شوي تن هویت نه دی ښوولی. د حاجي گران په خبره نعمت الله زهیر موټر پارک کاوه چې چاودنه رامنځ ته شوه.

د چاودني مسئولیت لا تر اوسه کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زهیر په وژل کیدو خواشیني څرگنده کړې ده. د ارگ په فیسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې جمهور رئیس د دغې پیښې د غندنې پر مهال وویل: «تروریستانو او د افغانستان دښمنانو یووار بیا ثابته کړه چې په آزادۍ او انسانیت باور نه لري او خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر له هیڅ ډول غیر انساني عمل څخه مخ نه اړوي چې د نعمت الله زهیر په شهادت یې یووار بیا د رسنیو ټولنه د ویر پر ټغیر کښېنوله».

په اعلامیه کې د جمهور رئیس له قوله راغلي دي چې تروریستي بریدونه به هیڅکله د بیان د آزادۍ مخه ونه نیسي او خپلو خلکو ته د خبر رسولو په برخه کې به زموږ د خبریالانو اراده کمزوري نه کړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د چهارشنبې په ورځ ویلي ول چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې تر اوسه یوولس افغان خبریالان وژل شوي دي او په وینا یې حکومت په دې کې پاته راغلی دی چې د یوې پیښې په هکله يې هم پلټنه وکړي. په دغه شمیر کې د جمعې ورځې مرگ ژوبله نه ده شامله.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ارقام ښيي چې په تیرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان۶۰ ژورناليستان وژل شوي دي. په دغه شمیر د شخړې په ترڅ کې او د نامعلومو وسله والو له لوري د هغوی په نخښه کول او وژل شامل دي.