1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي په لسونو پوليس او عسکر وژل سوي

آژانسونه/زيارمل۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د هلمند محلي چارواکو ويلي دي چي په تيرو څو ورځو کي په دغه ولايت کي د وسله والو طالبانو په بريدونو کي په لسونو پوليس او عسکر وژل سوي دي. پېښي په سنگين، موسی کلا، گريشک او خانشین ولسواليو کي رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HwYR
انځور: picture-alliance/landov/A. Aziz Safdary

د هلمند ولايت درو تنو محلي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رسينو ته ويلي دي چي په تيرو درو ورځو کي د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کي د وسله والو طالبانو په جلا جلا پيښو کي نژدې ۲۵ عسکر او ۲۷ پوليس وژل سوي دي.

په تر ټولو غمجنه پيښه کي چي د يکشنبې په ورځ د سنگين ولسوالۍ په مرکز کي د تلاښۍ پر يوې پوستې باندي ځانمرگی يرغل وو ۷ عسکر او ۱۵ پوليس ووژل سول.

دغو چارواکو ويلي دي چي ۹ عسکر په سنگين ولسوالۍ کي د جنگ په ميدان کي وژل سوي او ۹ نور بيا په موسي کلا ولسوالۍ کي له وسله والو طالبانو سره په جگړه کي وژل سوي دي.

په يوه بله پېښه کي په گريشک ولسوالۍ کي ۱۰ پوليس وژل سوي او د دوشنبې په ماښام بيا په خانشين ولسوالۍ کي د پوليسو په يونيفورم کي يوه وسله وال دوه پوليس وژلي دي.

وسله وال طالبان چي امريکا متحد ايالات اټکل کوي، د افغانستان يو پر دريمه برخه به کنترول لري يا گواښ وي، پر هلمند ولايت ئې خپل فشار ډېر کړی، تر دې پوري چي حکومتي ځواکونه يوازي په سنگين او مارجه ولسواليو کي په سختۍ سره په څو دولتي ودانۍ کي ټینگ دي.

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل چي د ماموريت دوره ئې په افغانستان کي پای ته رسېدلې ده، څو ورځي دمخه د هلمند د دفاع له پاره دغه ولايت ته اضافي امريکايي ځواکونه ولېږل.

خو د دغو ځواکونو دنده په سيمه کي افغان امنيتي ځواک ته سلا مشورې ورکول دي نه جنگ. که چيري پر دوی (امريکايي ځواکونو) باندي يرغل وسي بيا نو له ځانه د دفاع حق لري.