1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي ۳۵۰ تنه زده کونکي پر سپيره ډاگ پاته سول

۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبه

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د عينک په سیمه کي تيره شپه نامعلومو کسانو يو ښوونځی په بمونو والوزاوه او د کلي ماشومان يې بې زده کړي کړل.

https://p.dw.com/p/QyhD
دا هغه ښوونځی دی چي تيره شپه په بمونو والوزول سو
دا هغه ښوونځی دی چي تيره شپه په بمونو والوزول سوانځور: DW/M. Mojtaba

دغه ښوونځى چي د ډاكټر نجيب الله د حكومت پرمهال د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ دعينك په سيمه كي جوړ سوى وو، چي تيره شپه د نامالومو كسانو له لوري په بمونو والوزول سو او لوټي لوټي سو.

دا ښوونځى چي د ژړ مكتب په نامه ياديدی او درې نيم سوه كسانو پكښي زده كړه كول تيره شپه په داسي حال كي ونړول سو چي يوه نيمه مياشت وړاندي يي سر معلم هم د ناپيژاندو كسانو له لوري كور ته څيرمه ووژل سو.

د ښونځي له ورانو ديوالونو سره څو تنه ماشومان ژړغوني ولاړ او وايي پرون يي په ياد ښوونځي كي زده كړه کول خو نن دادي بې زده کړي پاته سول.

يو کمکی ماشوم شير احمد له يوي ليري لوړي غونډۍ څخه د خپل ښوونځي سيل كوي او وايي نن ښوونځي ته ځكه نه ځي چي بمونو وران كړی دی.

دغه ښوونځى چي شپږويشت كاله وړاندي جوړ سوى وو تازه په دي دوه كلونوكي په دي خاطر بيا جوړ او ترميم سوو چي ګڼو كورنيو خپل اولادونه دزده كړي لپاره ورواستول.

د ښوونځي د كتابتون مسئول وايي لنډپرون مي ورته په دي خاطر سلګونه كتابونه راوړل چي زده كوونكي پكښي له يوي ورځي نه بلي ورځي ته زياتيدل.

دغه ښوونځی لږ موده د مخه ورغول سو
دغه ښوونځی لږ موده د مخه ورغول سوانځور: DW/M. Mojtaba

په هلمند كي د ښووني او روزني د رياست سلاكار نعمت الله د نړول سوي ښوونځي په انګړ كي خبريالاتوته وويل، ښوونځى ددولت وسلوالو مخاليفينو نړولی دى.

هغه وويل ددغه ښوونځى ديارلس درسي خوني وي او هره ورځ درې نيم سوه زده كوونكو پكښي زده كړه كول.

په هلمند كي د روانو نا اراميو له امله لسګونه ښوونځي وسووزول او يا په بمونه ونړول سول خو په تير يوه كال كي ددې ښوونځي د نړيدلو څخه داسي انګيرل كيږي چي لا د يو زيات شمير ښوونځيو د ورانولو اټکل کیږي.

په هلمند كي دعينك ښوونځى په داسي حال كي نړول كيږي چي په دي وروستيو مياشتو او ورځوكي تر يوه بريده امنيت ټينګ سوى او په هره ولسوالۍ كي خلك د امنيت تر څنګ د ښووني او روزني له ادارو څخه د ښوونځيو د جوړلو غوښتنه كوي.

د نړول سوي ښوونځي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې. كه څه هم د ښووني او روزني سلاكار د ښوونځي ورانول د وسله والو طالبانو كار بولي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي دي چي، نه ښوونځى نړوي او نه هم چاته اجازه وركوي چي د تعليم مخه ونيسي.

مجتبي محمدي/ هلمند

کتونکی: نجيب الله زيارمل