1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې د طالبانو وژنه

۱۳۸۷ فروردین ۹, جمعه

کابل: په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونوپوځي چارواکوويلي دي، چې د افغانستان په نا آرام ولايت هلمندکې يې ګڼ شمېرطالب جنګيالي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/DbNk

په هغې خبرتياکې، چې امريکايي پوځ نن خپره کړې، ويل کيږي، چې پرهغوامريکايي سرتېروباندې، چې يوه ورځ مخکې د طالبانو د يوه جګپوړه قوماندان په لټولوبوخت وو، د ياغيانولخوابريدوشو. امريکايي سرتېرو د متقابل بريدپه کولوسره ځواب ورکړ.

د دغې خبرتيا له مخې په دغې پېښې کې يوه ملکي ښځه، چې په نښتې کې يې برخه نه درلوده، هم ژوبله شوې ده. دغه ښځه يوه پوځي روغتون ته وليږدول شوه.

د امنيتي ځواکونو د مرګ / ژوبلې په هکله څه ندي ويل شوي. د هلمندولايت د طالبانوپه اصلي ځايونوکې شمېرل کيږي.