1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې د ملي امنیت شپږ غړي وژل شوي

۱۳۹۶ فروردین ۱, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې له چاودیدونو موادو ډک په سپور موتر کې یوه ځانمرګي برید کوونکو په کريشک ولوسالۍ کي د ملي امنیت شپږ غړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2ZbT8
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: picture-alliance/dpa/W. Yar

د هلمند والي حیات الله حیات، د سه شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چې په دې پیښه کې د ملي امنیت اووه تنه نور کارکوونکي ټپيان شوي هم دي. پېښه د دوشنبې په شپه د افغان امنیتي ځواکونو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

حیات په ګريشک ولسوالۍ کې د دغي رامنځ ته شوي پیښې پړه پر طالبانو باندي اچولې ده خو تر اوسه پوري لا کومې ډلي د هغې پړه پرغاړه اخیستې نه ده.

طالبانو په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا په هلمند ولایت کې خپل حضور پیاوړی کړی دی. په دغه ولايت کې تيرکال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختي جگړې وشوې.