1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې پنځه تنه پوليس ښايي اشتباها د ناټو ځواکونو لخوا وژل شوي وي

۱۳۸۵ اسفند ۲۵, جمعه

د افغانستان د پوليسو په يوه گزمه باندې د ناټو ځواکونو د ډزو له امله په هلمند کې پنځه تنه پوليس وژل شوي دي. ناټو دغه خبر نه دی تائيد کړی.

https://p.dw.com/p/DKAU
شپږ تنه نور پوليس چې په يو بل موټر کې سپاره وو په گرشک ولسوالۍ کې لادرکه دي
شپږ تنه نور پوليس چې په يو بل موټر کې سپاره وو په گرشک ولسوالۍ کې لادرکه ديانځور: AP
د هلمند ولايت د پوليسو مرستيال قوماندان وويل چې د ناټو ايساف ځواکونو په نوموړو پوليسو باندې ډزې کړې وې، خو ايساف دغه خبره نه ده منلې. شپږ تنه نور پوليس چې په يو بل موټر کې سپاره وو په گرشک ولسوالۍ کې لادرکه دي. د ايساف يوه وياند، تام کولينس وويل چې يوه پلټنه يې پيل کړې ده خو «ټول شواهد دا ښيي چې په دغه ناوړه پېښه کې» دوی ښکېل نه ول. د امريکا د متحده آيالاتو تر مشرۍ لاندې ائتلاف چې د ايساف تر څنگ په سيمه کې شتون لري هم ټول مسووليت رد کړی دی.