په هلمند کې یو بریتانوي سرتیری وژل شوی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبهاعلان
یو بریتانوی سرتیری په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دئ. دغه خبر د بریتانیې د دفاع وزرات په لندن کې ورکړی دئ. د دفاع د وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینې سره د خپل یوه سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.
په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه پیښه د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د دوی یو موټر په لاس د جوړ شوي ماین ښکار شو. د نوموړي سرتیري په وژل کیدو سره له ۲۰۰۱م کال راهیسې د وژل شوو بریتانوي سرتیرو شمیر ۴۲۷ تنه ته رسیدلی دئ.