1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي پارلماني ټاکني پيل سوې

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

په هندوستان کې د دوشنبې له ورځې راهیسې پارلماني ټاکنې پیل شوې او د می میاشتې تر ۱۲ نېټې به دوام وکړي. نریندر مودي، ته د خوښي وړ کاندید په توگه کتل کیږي چې د بي جی پي، له گوند سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/1BdMU
انځور: Indranil Mukherjee/AFP/Getty Images

د هندوستان پر شاوخوا ۸۱۴ میلیونو کسانو باندی چې د رای ورکولو شرایط يې پوره کړي دي، غږ شوی دی چې خپلې رایې وکاروي. دغه شمیر د ټولې اروپا له نفوس څخه زیات دی. شاوخوا ۱۰۰ میلیونه کسان د لومړي ځل له پاره خپله رایې کاروي.

په نوي ډهلي کې د جواهرلال پوهنتون څخه ټولنپوه سي آر اېس مورتي، په دې آند دی چې دغه نوي رای ورکوونکي به د ټاکنو پر پایلو اغیز ولري. هغه زیاتوي: «ځوان نفوس د هندوستان په ښارونو او لیرې پرتو سیمو کې بې ساري اهمیت تر لاس کړی دی. له دې کبله زه په دې باور یم چې دوی به د گټونکي او بایلونکي تر منځ پریکړه وکړي.»

نوموړی ټولنپوه په خپلو خبرو کې وړاندې وایي چې په انتخاباتي کمپاینونو کې دا خبره معلومه شوه چې سیاسي گوندونو په خپل تبلیغاتي کمپاین کې د ځوانانو په ورگډولو سره خپل دود ته په ډراماتیکه توگه تغیر ورکړ. د مورتي په وینا د لومړي ځل له پاره ټولنیزو شبکو هم لوی نقش ولوباوه. د مورتي له نظره دیجیتالي رسنۍ په هند کې د ځوانانو د یوه قوي سیاسي گډون بالقوه قدرت لا پسې زیاتوي.

خو د تیرو ټاکنو په پرتله د نوو رایو ورکوونکو اهمیت په دغو انتخاباتو کې یوازینې فاکتور نه دی. له بله اړخه په هند کې له سیاست څخه مایوسي ډیره شوې ده.

د لومړي ځل له پاره د انتخاباتي ماشینونو تر څنگ د NOTA، تکمه به هم موجوده وي. که چیرې کوم رایې ورکوونکی وغواړي چې له پورتینو کاندیدانو څخه یوه ته هم رای ورکول نه غواړي نو دغه تکمې ته به فشار ورکوي.

فساد او د ښځو له پاره د خوندیتوب موضوعگانې

په ۱۹۵۲م کال کې تر لومړيو ملي ټاکنو وروسته اوسني واکمن گوند کانگریس په وقفه یي توگه ۴۰ کاله واکمني کړې ده. هندو نیشنلست گوند بي ج پي (بهارتیا جنتا پارټي) په اتیایمې لسیزې کې له خپل تأسیس راهیسې د یوه قوي اپوزیسیون په شان نقش خپل کړی دی. خو د عام آدمي په نوم نوی مشهور گوند چې په ښارونو کې قوي جرړي لري دا ځل د دریم قوي ځواک په توگه شمیرل کیږي. د نوموړي گوند شعار د فساد پر ضد مبارزه ده.

Wahlkampagner in Indien
انځور: DW/V. Srivastava

د فساد تر څنگ د ځوان منځني قشر په منځ کې د ښځو خوندیتوب یوه مهمه موضوع ده. د دغه هیواد رسنیو د کانگریس گوند په مشرۍ پر حکومت باندې د دغې موضوع له پامه غورځولو له کبله سختې نیوکې وکړې. پر حکومت باندې تور دی چې د ۲۰۱۲م کال په دسمبر میاشت کې پر یوې محصلې باندي د وحشیانه جنسي تیري وروسته د ولس د سخت غبرگون وروسته د ښځو دحقوقو په اړه فعاله شوی دی.

په هند کې په دودیزه توگه رایې په مذهب او پرگنو پورې تړل کیږي، خو دا ځل داسې بریښي چې دا به هم کم نقش ولري. د بیلگې په توگه د بهارتیا جنتا گوند کاندیداد نریندر مودي په خپل ټاکنیز کمپاین کې د مذهب او پرگنې پر ځای اقتصاد ته په لومړيتوب کې ځای ورکړی دی. هغه ویلي دي که چیرې گوند یې واک ته ورسیږي نو لس میلیونه نوي کارځایونه به رامنځ ته کړي. پر مودي باندې تور لگول کیږي چې د گجرات د ایالتي لومړي وزیر په توگه په ۲۰۰۲م کال کې په دې کې پاته راغلی وو چي مذهبي شخړې ته چې د ۹۰۰ کسانو د ژوند په بیه تمامه شوه د پای ټکی کښیږدي. که څه هم دغه تورونه هیڅکله په اثبات نه دي رسیدلي خو مودي هڅه کوي چې دغه موضوع له خپل ټاکنیز کمپاینه لیرې وساتي.

د بهارتیا جنتا گوند، تر ډیرې کچې د شخصیتونو په مطرح کولو سره د هند په تبلیغاتي کمپاین کې یو نوی عنصر شامل کړی دی. د نریندار مودي او راهول گاندهي تر منځ انتخاباتي مبارزه په سیالۍ اوښتې ده. راهول گاندهي د پخواني صدراعظم راجیو گاندهي زوی او د کانگرس گوند مخکښ کاندید دی. په دې ترتیب د دواړو نوماندانو شهرت او اعتبار تر گوندي پروگرامونو مهم دی. د کانگرس گوند له پاره ښایي دا خبره د اندیښنې وړ وي چې د هغه کاندید راهول گاندي ډیره وړتیا نه ده ښوولې. دی له هغه جذابیت څخه چې د ده د کورنۍ غړو درلود محروم دی.

خو ښایي کمپاین برخلیک ټاکوونکی نقش و نه لري. ټولنپوه سي آر اېس مورتي وایي «چې په اصل کې حساسه مرحله د می میاشتې پر ۱۶مه نیټه پیلیږي، کله چې د ټاکنو پایلې په ډاگه شي.»