1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کی د واک د بدلون تمه

نجيب الله زیارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د هندوستان واکمن «کانگرس گوند» د دغه هيواد په پارلماني ټاکنو کي خپله ماته منلې ده: «له ډيرو کلونو راهيسي تر ټولو خرابي پايلي». د نارندرا مودي، په مشرۍ د هندوانو ملتپال گوند بيا خپله بريا لمانځي.

https://p.dw.com/p/1C12H
انځور: Reuters

په نوي ډهلي کي د کانگرس گوند وياند راجيو شوکلا، له رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي چي «خپله ماته مني» او زياته کړې يې ده چي «موږ به اپوزيسيون و اوسو.» د هندوستان د پارلماني ټاکنو د رايو تر شمېرلو لږ وروسته ډيري هيرانونکي نتيجې روښانه سوي دي. د کانگرس گوند وياند ويلي دي: «روان بهير ډېر نا اميده کوونکی دی، موږ داسي نتيجې په لاس راوړي دي چي په دې وروستيو ډيرو کلونو کي دغسي نه وې.»

لومړۍ قسمي پايلي د هندوانو ملتپال گوند BJP ستره بريا ښيي. په هندوستان کي د ځينو تلويزيوني شبکو د راپورونو پر اساس د لومړيو پايلو له مخي دغه گوند د پارلمان د ۵۴۳ چوکيو څخه ۲۷۲ د گټلو چانس لري. که چيري دغه شان وسي نو دابه په وروستيو ۳۰ کلونو کي لومړی وار وي چي يو گوند د هندوستان په پارلمان کي ستر اکثريت گټي.

تر اوسه پوري په ديموکراتيکو ټاکنو کي په دغه اندازه خلکو رايي ورکړي نه وې، لکه د نوي ډلي په پارلماني ټاکنو کي چي ورکړل سوي دي. په تيرو پنځو اونيو کي نزدې ۵۰۰ ميليونو انسانانو د هندوستان د نوي پارلمان د ټاکلو له پاره رايي ورکړې.

په دغو ټاکنو کي د گډون کوونکو شمېر په نړۍ کي يو نوی ريکارډ دی. د هندوستان د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخي په دغو ټاکنو کي نزدې ۶۶ سلنه رايي کارول سوي دي. په ډيرو ځايونو کي د الکترونيکي ماشينونو په مرسته رايي ورکول سوي دي، ځکه نو د ټاکنو وروستۍ نتيجه په پلان کي ده چي د جمعې په ورځ روښانه سي.

د هندوانو ملتپال گوند مشر مودي، د حکومت نوی مشر دی؟

تر ټاکنو وروسته نظر پوښتني او اټکلونه ښيي چي په هندوستان کي به حکومت بدلون ومومي. د هندوانو ملتپال گوند «BJP» (بهاراتيا جاناتا پارټي) په مشرۍ ملي ديموکراتيک ائتلاف د يوه ستر اکثريت د په لاس راوړلو تمه کيږي. اوس د «بې جي پي» گوند کانديد ناريندا مودي، ته د نوي لومړي وزير په سترگه کتل کیږي. خو تر اوسه د واکمن «کانگرس گوند» مخکښ کانديد راهول گاندي بيا د يوې ستري ماتي سره مخامخ دی.

د تلونکي لومړي وزير من موهن سينگ کابينې په دې وروستيو کلونو کي خپل ډير غړي له لاسه ورکړل. د دغو وزيرانو د له لاسه ورکولو دليل په دغه هيواد کي اداري فساد او خراب مديريت ښوول سوی دی. د پارلماني ټاکنو ډيری رايي ورکوونکي په دغه هيواد کي د انفلاسيون په اړه عصباني ول.

د گاندي کورنۍ واکمن گوند په دې مسئول گڼل سوی دی چي په دغه هيواد کي اقتصادي پراختيا ته يې ډير لږ پاملرنه کړې ده او د اسيا په دغه دريم اقتصادي قدرت هيواد کي اوس هم ډير خلک په فقر کي ژوند کوي.

له دغه حالت څخه چي خلک پر واکمن گوند باندي تورلگوي مودي، چي وروستي دولس کاله د گجرات ايالت لومړی وزير وو او د يوه اصلاح غوښتونکي، کسب و کار پسنده او کاري مديريت خوښونکي په سترگه ورته کتل کيږي «پراختيا»، «بدلون»، او «پانگه اچونه» يې خپل د خوښتي وړ خبري گرځولي دي.

خو دغه ۶۳ کلن هندو ملتپال بې له جنجاله هم نه دی. وروسته له هغه چي په ۲۰۰۲ کال کي ده د گجرات ايالت د لومړي وزير په توگه کار پيل کړ په دغه ايالت کي د هندوانو په يوه هرج و مرج کي تر ۱۰۰۰ زيات کسان چي ډيری يې مسلمانان ول ووژل سول.

ډيری منتقدان پر مودي باندي تور لگوي چي د دغه تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره يې کافي هلي څلي نه وکړې. مودي، دغه تورونه ردکړي دي خو بيا هم د دغه هيواد ستري محکمې د دغه تاوتريخوالي په اړه هيڅ ډول شواهيد پيدا نه کړل او هم څوک محاکمه سو.