1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې سیلابونو او ځمکې ښویدنې ۱۹ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه
https://p.dw.com/p/168pM

د هندوستان په شمالي برخه کې کې د ځمکې ښویدنې او سیلابونو له امله لږ تر لږه د ۱۹ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. د ژغورنۍ عملې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د موسمي بارانونو وروسته سیلابونو زیانونه اړولي دي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې ۳۰ تنه اوس هم لا درکه دي. دغه پیښه د اتر کهنډ ایالت په همالیان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. دغه خبر د نوموړي ایالت د طبعي آفاتو سره د مبارزې د ادارې یوه تن چارواکي کړي ده. نوموړي چارواکي ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۱۹ تنو جسدونه موندل شوي دي. د هغه په وینا دوی اټکل کوي چې د ۲۵ څخه ۳۰ تنه اوس هم تر خرابیو لاندې دي.