1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې موسمي سیلابونو ۷۷ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15QL1

د هندوستان د آسام په ایالت کې په تیرو څو ورځو کې د موسمي سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۷۷ تنو ته رسیدلی دئ. او د دغه سیلابونو له امله شاوخو دوه میلیونه انسانان زیانمن شوي دي. د دغه هیواد لومړي وزیر منموهن سنگهـ په نزدې وختونو کې دغه سیلابونه د یوه ناوړه ناورین په توگه نومولي دي. دولت د سیلاب له امله د ځپلو شوو کورنیو سره د مرستو په هڅه کې دئ او په سوونو کسان د ژغورنۍ په کارونو کې برخه اخلي.