1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د باميانو بتانو ته ورته مجسمې جوړيږي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبه

د هندوستان د اوتر پردیش ایالت په کوشي نگر سیمه کې د افغانستان په بامیانو کې د بودا ویجاړو شویو مجسمو ته ورته مجسمې جوړيږي. دغه خبره د بهارتیا جنتا گوند مشر راجنیت سنگ کړې ده.

https://p.dw.com/p/19DSo
-The world's tallest statue of Bhudda, measuring 53 meters (175 feet), is shown in Bamiyan, 125 kilometers west of Kabul in Afghanistan in 1973. Supreme Commander of the Taliban Mullah Mohammad Omar ordered the destruction of all pre-Islamic statues in Afghanistan, including centuries-old Buddha in Bamiyan. Hamid Karzai said his government will rebuild giant statues of Buddha that were destroyed by the Taliban in 2000. (CP PHOTO - Mildred Dearborn)
Zerstörung von Weltkulturerbe Buddha-Statuen von Bamiyan 1973انځور: ddp

سنگ په امریکا متحده ايالاتو کي د هندوستان او امریکايي بنسټونو له خوا د افغانستان په اړه یوه جوړ شوي کنفرانس کي وويل چې غواړي په اوتر پردیش ایالات کې د بودا مجسمې جوړې کړي.

په بامیانو کې د بودا مجسمې په شپږمه پیړۍ کې د هغه د پيروانو له خوا په یوه تپه کې وکیندل شوې. دغه مجسمو ته بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغه رژیم له خوا د چاودېدونکو موادو په مرسته انفجار ورکړل شو. طالبانو دغه مجسمې په دې دليل ونړولې چې په خبره يې له اسلامي عقایدو سره مخالف دي.

د باميانو بتانو د بيرته رغولو هڅي پيل سوي خو تر اوسه ئې نتيجه نه ده ورکړې
د باميانو بتانو د بيرته رغولو هڅي پيل سوي خو تر اوسه ئې نتيجه نه ده ورکړېانځور: AP

سنګ وویل: «کله چې د طالبانو بنسټپالي رژیم په۲۰۰۱ کال کې د افغانستان یو ډیر ارزښت لرونکې تاریخي سرمایه او په نړۍ کې د بودا تر ټولو لویې مجسمې ونړولې، زه هغه وخت د هندوستان د اوتر پردیش ایالت لومړی وزیر وم.»

سنګ زیاته کړه چې هغه وخت ده د افغانستان په اړه د خپل ښه نیت د څرګندولو په موخه ژمنه کړې وه چې د بامیانو مجسمو ته ورته مجسمې په اوتر پردیش کې جوړې کړي. هغه وویل: «زه ډاډه یم چې دغه کنفرانس يو ښه ځای دی چې زه خپله ژمنه تکرار کړم.»

د هندوستان د بهارتیا جنتا گوند مشر ټینګار وکړ چې افغانستان او هیواد یې ډیري ژوري تاریخي او فرهنګې اړیکې لري. هغه وویل: «زموږ اړیکې د هاراپا مدنیت، بودیزم او اسلامي مدنیت ته رسیږي. د بهارتیا جنتا ګوند دغو تاریخي اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي او له مخې یې له دغه ګاونډي هیواد سره دوامداره دوستي غواړي.»

سنګ په خپلو خبرو کې د افغانستان وروستیو لسیزو ته په اشاره کولو سره وویل چې دغه هیواد ډیر سخت شرایط تر شا پرې ايښي دي. هغه ټینګار وکړ چې اوس د افغانستان خلک سولي او امنیت ته اړتیا لري.

سنګ وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د سولې او ثبات ته رسیدو په لار کې هر ډول همکاري ته ژمن دی: «موږ د افغانانو د هغو تلاښونو ستاینه کوو چې غواړي یو باثباته او پرمختللی افغانستان جوړ کړي. د نړۍ د تر ټولو ستري دیموکراسۍ په توګه به هندوستان تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي چې افغانان یو پرمختللی، دیموکراتیک او باثباته هیواد جوړ کړي.»