1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د جنسي تيري د قربانۍ مړی وسوځول سو

۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17BJg

د جنسي تېري د قربانۍ هندۍ محصلې مړی په يوه خاصه الوتکه کې له سنګاپور څخه نوي ډهلي ته لېږدل شوی دی، چي تر مذهبي مراسمو وروسته وسوځل شو. دغه ۲۳ کلنه ښځه د شنبې په ورځ د سنګاپور په يوه تخصصي کلينيک کې د خپلو سختو ټپونو له کبله مړه شوې وه. پر هغې باندي د دسمبر پر ۱۶مه نېټه د نوي ډهلي په يو بس کې شپږو تنو جنسي تېری کړی وو او د اوسپنې په کوتک باندي وهل شوې وه. تر دغي پيښې وروسته د هند په ټولنه کې له ښځو سره د تريخوالي پر ضد پراخ احتجاجونه پيل شول. د شنبې په ورځ هم په زرو انسانان کوڅو ته راووتل. د هند په پلازمېنه کې له سړې هوا سره سره ۵۰۰۰ انسانانو شمعې بلې کړې او يوه احتجاجي غونډه يې وکړه. د نيول شويو عاملينو پر ضد به ښايي د قتل په تور حقوقي دعوه پيل شي، چې په هند کې د اعدام له حکم سره مل وي.