1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د هندوانو نفوس لږ، خو مسلمانان ډېر شوی

۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبه

د هند تر خپلواکۍ وروسته په اول وار په دغه هیواد کې د هندوانو نفوس تر اتیا سلنه راکښته شوی او مسلمانان ډېر شوي دي. د دغه هيواد د نفوس ۱۴،۲اوس مسلمانان دي.

https://p.dw.com/p/1GLo6
Fest der Lichter in Diwali, Indien
انځور: UNI

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغه هیواد رسنۍ داسي اټکل کوي چې تیر حکومت په قصدي توگه د سر شمیرنې پایلې ځنډولي وې، ځکه چې په هغه کې د نوو ارقامو له مخې د مسلمانانو شمېر ډېر وو.

خبري آژانس زیاتوي چې د نریندر مودي د واکمن گوند هندو ملتپال، غړو د مسلمانانو د ډېرښت په هکله اندېښنه ښوولې ده. نریندر مودي تیر کال واک ته ورسېد.

د سر شمیرني د ارقامو له مخې په ۲۰۱۱م کال د هندوانو شمیر ۱،۲ میلیارده وو، چې د تیري لسیزي په پرتله له ۸۰،۵ سلني څخه ۷۹،۸ سلني ته راکښته شوی دی.

همداشان د سر شمېرني له مخې په ۲۰۰۱م کال کې په هند کې د مسلمانانو شمیر ۱۳،۴ سلنه وو چې اوس ۱۴،۲ سلني ته لوړ شوی دی. د عیسویان د نفوس شمیر ۲،۳ پر خپل ځای پاته دی او د سکانو شمیر بیا له ۱،۹ سلنې څخه ۱،۷ سلنې ته راکښته شوی دی.

یوه هندو پنډت سکشي مهاراج، چې بیا وروسته یې سیاست ته مخه کړه د روان میلادي کال په پیل کې ویلي ول چې هره هندوانۍ باید څلور ماشومان وزیږوي، څو د هندو مذهب بقا یقیني کړل شي. د هغه دغو څرگندونو ډیري ناندرۍ راپارولې وې.

رویټرز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ۱۹۴۷م کال کې د هند په نیمه قاره کې د انگرایزانو د مستعمرې د ختمیدو او د پاکستان او هند د دوو دولتونو تر رامنځ ته کیدو وروسته په لومړۍ سر شمېرنه کې د هندوانو شمیر ۸۴.۱ سلنه ښوول شوی وو.

که څه هم په هندوستان کې د ټولو مذهبي گروپونو د نفوس د ودي شمېر ورو دی، خو د ملگرو ملتونو د وړاندویني له مخي هند به په ۲۰۲۲م کال کې تر چین دمخه شي او په نړۍ کې به تر ټولو زيات نفوس ولري.