1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د ډله ييز جنسي تيري پرضد احتجاجونه روان دي

۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/178Fg

د هند په پلازمېنه کې پر يوې محصلې باندي تر ډله ييز جنسي تېري يوه اوونۍ وروسته، په زرونو هنديان په شپږمه پرله پسې ورځ کوڅو ته راوتلي دي. هغوی د عاملينو له پاره د مرګ سزا او د مېرمنو ساتنه وغوښتله. پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز او اوبو شيندونکو څخه کار واخيست کله چې لاريون کوونکو هڅه کوله چې د ولسمشر د ماڼۍ مخکې له خنډونو څخه واوړي. دغه ځوانه ښځه يوه اوونۍ مخکې په يو سرويس کې د څو تنو نارينه و له لاسه ځورول شوې وه او د اوسپنې په يو کوتک سخته ژوبله شوې وه. دا او ملګری يې له سرويس څخه ټېله کړای شوي ول. نوموړې ښځه تر اوسه پورې د نوي ډهلي په يو روغتون کې د مرګ له خطر سره مخامخ ده. پنځه تنه نارينه په دې ترڅ کې نيول شوي دي.