1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کی د «کمبه» مېله خپل اوج ته ورسېده

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۲۲, یکشنبه

د نړۍ تر ټولو لويه مذهبي مېله خپل اوج ته ورسېده: نزدې۳۰ ميليونه هندوان سره راټول شوي دي او د ګنګا په سيند کې غواړي ځانونه له ګناهو څخه پاک کړي.

https://p.dw.com/p/17bez
انځور: DW/S. Waheed

هر۱۲ کاله له ټولي نړۍ څخه هندوان د هند په شمال کې د اله آباد ښار ته څېرمه سره راټوليږي او د «کمبهـ مېله» په نوم جشن کې برخه اخلي. دغه ۵۵ ورځنۍ مېله په هغه ځای کې تر سره کيږي چې ګنګا، جمنا او يوازې په افسانو کې موجود د سارسواتي سيند سره يو ځای کيږي.

د هندوانو د عقيدې له مخې د ستورو په يو خاص موقعيت کې په دغو اوبو کې لمبېدل سړی له ټولو ګناهو څخه پاکوي او هغه د بيا زېږېدنې له تلپاتې حلقې څخه هم راباسي.

په زرونو امنيتي ځواکونو امنيت نيولی دی

تنظيم کوونکي د لمبېدو په اصلي ورځ د هر وخت په نسبت د تر ټولو زياتو ګډون کوونکو انتظار لري. هغوی د فستيوال ساحه تر۱۹کيلومترو مربع پورې غځولې ده. څه د پاسه ۱۲۰۰۰ پوليس د مېلې نظم ساتي او د خلکو لارښوونه کوي. د «کمبهـ مېلې» په ترڅ کې پخوا په وارو وار ټېلې و ټمبې شوي دي، چې انسانان هم پکې مړه شوي دي.

مذهبي مېلې ته ورغلي نارينه
مذهبي مېلې ته ورغلي نارينهانځور: REUTERS

دا چې د هند د منځني قشر هندوان دغې مېلې ته په زياتېدونکې کچه راځي، نو د «کمبهـ مېله» وار په وار پسې غټيږي. ۱۲ کاله وړاندې تقريبا۴۰ ميليونه انسانان ورته راغلي ول.

تنظيم کوونکي سږ کال د ټول فستيوال په ترڅ کې د تقريبا۱۰۰ ميليونو انسانانو د راتلو تمه لري. د دې له پاره چې د دغومره ډېرو خلکو غم وخوړل شي، ښاروالۍ ۳۵۰۰۰ تشنابونه جوړ کړي دي، ۱۵۵ کيلومتره خامه سړکونه يې د سيند غاړې ته غځولي دي او۵۵۰ کيلومتره د اوبو نلونه يې تېر کړي دي.