1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په هند کې د کريکټ تر ټولو ستر لوبغالی جوړیږي

۱۳۹۵ دی ۲۸, سه‌شنبه

په هند کې د نړۍ تر ټولو ستر کریکټ لوبغالی د جوړیدو چارې پېل شوي دي. په دغه ستدیوم به ۱۱۰ زره کسان ځايږي. ستدیوم د گجرات ایالت په احمد آباد ښار کې جوړیږي، چې شا او خوا سل میلیونه ډالره لگښت پرې راځي.

https://p.dw.com/p/2VvFg
Cricket WM Finale Australien gegen Neuseeland
انځور: Reuters/Gray

د بیا رغاونې د یوې ستري پروژې په ترڅ کې په کولکته کې د ایډن گارډنز په لوبغالي کې د نندارچیانو شمیر تر راکمولو وروسته د آسترالیا د ملیبورن کریکټ میدان د نړۍ تر ټولو سترې لوبغالي اعزاز درلود. په دغه ستدیوم کې د سلو زره نندارچیانو د ناستي ځای شته.

خو د هند په لویدیځ ایالت گجرات په احمد آباد ښار کې چارواکو د نوې لوبغالي د بنسټ ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې وویل چې دغه لوبغالی به د ۱۱۰ زرو کسانو د ځایولو توان ولري.

د گجرات کریکټ ایسوسي ایشن، مرستیال مشر پري مل نتهواني، وویل چې پر دغي پروژې به اووه میلیارده هندي کلدارې لگښت راشي، او په وینا یې دغه ستدیوم به نورې آسانتیاوې هم ولري.

پرس ټرسټ آف انډیا، خبري آژانس د نتهواني له قوله لیکلي دي چې دغه ستدیوم به د نندارچیانو له پاره ۷۶ ځانگړي ځایونه، څلور ډریسنگ روم یا د لوبغاړو د کالو بدلولو او تجهیزاتو خونه او همداشان یو لوی حوض ولري.

ویل شوي دي چې دغه ستدیوم به په راتلونکو دوو کلونو کې جوړ شي چې د تمرینونو له پاره به درې میدانونه او په دننه کې یوه کریکټ اکاډمي هم ولري.

دغه ستدیوم د سردار پټیل گجرات ستودیم پر ځای جوړیږي، چې ۵۰ زره نندارچیان پکښې ځایدل او څه موده وړاندي وران کړل شو.

په هند کې ډیر لوبغالي شته، چې نړیوالې لوبې پکښې تر سره کیږي. د دغه هیواد ملي لوبډله د ټیسټ لوبو د مخکښو لوبډلو په نوملړ کې شامله ده.

فرانس پرس، په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د لوبغالي تر جوړېدو وروسته به دغه ستدیوم د گجرات لاینز کورنی میدان هم وي. دغه لوبډله د هند په پریمیرلیگ سیالیو کې د لوبیدونکو اتو لوبډلو څخه یوه ده. د گجرات ایالت لوبډله د «رانجي ټرافي» اتله لوبډله هم ده چې د هند د داخلي کریکټ سیالۍ دي.