1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هنگري کې مهاجرو د کړکیچ د نورو گډوډیو خبرداری

۱۳۹۴ شهریور ۱۸, چهارشنبه

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په هنگري کې له کډوالو سره د چلن په برخه کې په پام کې د نیول شوو قانوني اقداماتو په هکله د اوسنۍ وضعې د لا خرابیدو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1GTRf
انځور: Reuters/M. Djurica

د اروپا له پاره د کډوالو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مشر وینسېنت کوکوتل، د سه شنبې په ورځ د هنگري په پلازمېني بودا پېست کې وویل: «دا مهمه ده چې د دغه قانوني مسودې د تطبیقیدو په هکله ښه فکر وشي.»

هغه خبرداری ورکړی دی چې د هغې پرته به د ستمبر میاشتې تر ۱۵ نیټې وروسته دغه قانون د گډوډیو سبب شي. په دغه ورځ په هنگري کې د کډوالو په هکله سخت قوانین نافذیږي.

په دغه قانون کې پر نورو سربیره له هنگري څخه په غیر قانوني توگه د تیریدو په صورت کې درې کاله د بند سزا په پام کې نیول شوې ده. کوکوتیل خبرداری ورکړی دی چې د ۱۹۵۱م کال د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو کنوینسیون له مخې هغه کسان چې د یوه برحقه دلیل له کبله په غیر قانوني توگه له سرحد څخه تیر شي، باید تر جزایي تعقیب لاندي و نه نیول شي.

زیاته شوې ده چې دغه نوي مقررات ښایي د هغو مهاجرو پر وړاندي د اجرا وړ وي چې د اقتصادي دلایلو له کبله خپل هیواد پریږدي. اروپا ته ۸۵ سلنه راتلونکي خلک د کړکیچ ځپلو سیمو لکه سوریې او افغانستان دي.

د ملگرو ملتونو دغه چارواکي خبرداری ورکړی دی چې په قانوني اقداماتو سره به د ملگرو ملتونو له کنوینسیون څخه د سرغړوني په صورت کې مقابله وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ گورو چې آیا د هنگري محکمې نړیوال معیارونه په پام کې نیسي او که نه.

په هغه صورت کې چې هغه رعایت نه شي موږ به دغه موضوع د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې ته راجع کړو.»

همداشان په ترانزیت زون کې یا هغه سیمه چې له هیڅ کوم هیواد سره تړاو نه لري د دغو اقداماتو نافذیدو ته د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شک په سترگه گوري. کوکوتیل په دې هکله ویلي دي: «موږ د ترانزیت زون طرحه نه خوښوو. کله چې هغه د ترانزیت زون په نامه یادیږي نو په دې معنی چې هلته د هنگري قوانین یا اروپایي ستندردونه، نه شي تطبیقیدای.»

کوکوتیل د هنگري پر چاوراکو د مهاجرو د بحران په برخه کې د یوې ښې همغږۍ د رامنځ ته کولو غږ کړی دی. په دغه کې د کډوالو د چارو اداره، پولیس، د ښاروالۍ ادارې، مرستندویه سازمانونه او پوځ شامل دی.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر ۱۶۰ زره زیات کډوال هنگري ته ورغلي دي. خو په تیرو ورځو کې وضعیت لاپسې خراب شوی دی. د لوموړي وزیر ویکتور اوربان ښي اړخي حکومت له صربستان سره چې د اروپایي ټولنې غړی نه دی، پر پوله د اغزن سیم دیوال جوړ کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب