1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هيروشيما باندې ۶۵ کاله پخوا اټوم بم غورځول شوی و

۱۳۸۹ مرداد ۱۵, جمعه

هر کال په شپږم د اګسټ باندي د جاپان د هيروشيما په سيمه کې د کال ۱۹۴۵ د بم اچوني د ورځي يادونه کيږي. المانی کلوس لومر، چې ۶۵ کلن دی، د دوبي په هغو سختو ورځو کې په دغه وخت کې د ښار د مرکز څخه څلور کيلومتره لري و.

https://p.dw.com/p/OdYL
په هيروشيما کي د اتومي بم د غورځيدو پېښې يادونه نن تر سره شوه
په هيروشيما کي د اتومي بم د غورځيدو پېښې يادونه نن تر سره شوهانځور: AP

دی خپلي خاطري، د هغه وخت نشي هيرولي. کلوس لومر چې په کولن کې زيږيدلی دی، په هغه وخت کې د مذهبي تبليغ دپاره جاپان ته تللی و، او په کال ۱۹۴۵ کې د هيروشيما د سيمي د نوفيزياتسهوس د سيمې په غاړو کې استوګنه کوله. لومر تر اوسه پورې په جاپان کې اوسيږي. دی وايې چې شپږم د اګسټ کال ۱۹۴۵ په هيروشيما کې يوه ډيره ګرمه ورځ وه، په اصل کې سهار دوخته د حرارت درجه په سيوري کې د ۳۰ درجو څخه اوچته وي. زه د خپلې مذهبي ټولني په ځاي کې په باغ کې په عبادت بوخت وم چې يو څه مي تر غوږو شوه. دی زياتوي چي »د سهار په اته بجو او څوارلس دقيقو مي د بي ۲۹ بم درزا تر غوږو شوه، او د لږ وخت نه وروسته ، هغه څه وشول چې زه يې بالکل فکر نشم کولای. د لمر نه ډير زيات تيز او د يوي نيمي کري په بڼه يو څيز رامينځ ته شو چې ما فکر وکړ چې د يوي تپي شاته يوه بمي چاودنه وشوه.»

د ليتل بوي يا کوچني هلک په نوم دا ډول يو اتومي بم په هيروشيما باندې غورځول شوی و
د ليتل بوي يا کوچني هلک په نوم دا ډول يو اتومي بم په هيروشيما باندې غورځول شوی وانځور: gemeinfrei

کلوس لومر چې په کوم سهار کې څه ليدلي وو، هغه هسي يوه بمي چاودنه نه وه، بلکه هغه د اټوم بم يوه چاودنه وه چې د ده څخه په څلور کيلومتره واټن کې پيښه شوي وه. لومر په هغه وخت کې چې پيښه رامينځ ته شوه، هڅه کوله چې چيرته په باغ کې ځان پټ کړي. زينو ته يې منډه کړه او په زينه يا پوړو کې لاندي د ځمکي کوټي ته يې ځان وه رساوه. په حقيقت کې يې په اخرنيو ثانيو کې ځان بچ کړ. دي زياتوي:

»کله چې زما يو روښانه او ځلانده څيز تر سترګو شو، نو د ګرمي يوه ډيره سخته چپه را باندي راغله او د چپي سره يو فشار هم مل و، کور په لړزيدو او جړقيدو شو.»

کلاوس لومر د هيروشيما د ناورين عيني شاهد دی
کلاوس لومر د هيروشيما د ناورين عيني شاهد دیانځور: Pater Klaus Luhmer

د بام يا کوټي د سر څخه دري پر څلور خښتي ټولي لاندي لکه د باران را پريوتې. د ټولو کړکيو شيشي ټوټي ټوټي شوې. کور د ماتو شيشو او توکړو څخه ډک شوه. په هغه وخت کې يې د بي بي سي د راديو غږ ته پاملرنه وکړه.

«لږ څه وروسته د برطانيي د بي بي سي خبرونو رسنۍ خبر خپور کړ چې امريکايانو د جاپان د هيروشيما په سيمه باندي اټوم بم غورځولی دی. په هيروشيما کې په دغه وخت کې خلک نه وو خبر چې د دوي سره څه شوي دي. هيڅوک نه پوهيده چې څه پيښه شوې ده.»

لومر وايې چې د لږ څه ساعت نه وروسته زه د خپل کور شاته يوي تپي ته وختم چې وګورم څه شوي دي. د هغه ځاي څخه راته ښکاره شوه چې هيروشيما په لمبو کې ده.دي زياتوي:

«اسمان بالکل صفا وه. کله چې زه پورته تپي ته وختم نو ناببره تورو وريځو د اسمان لمني راګيري کړې وې، او باران په پيل کيدو شو. خو تور باران چې په اصل کې توري ايري وي، او دوخت د طبعي توپان او باران سره بدرګه و، کله چې زه خپل کور ته واپس راغلم، نو لمړني قربانيان په اصل کې د ښار د مينځه په ويستلو کې وو. د دوي بدنونه او تني داسي سوي وې لکه ټوټي چې راغونجي شوي وي. د ډيرو مړو د تن جامي د پوستکي سره يو ځاي ويلي شوي بريښيدې، مونږه د خپل مذهبي جماعت په ځاي کې پيل وکړ چې د خوراک د ميز څخه د بيمارانو د معالجي او درملني ميز جوړ کړو او په دې طريقه سره وکولای شو چې د بيمارانو او ټپيانو يو څه درملنه وکړو. زه تر اوسه پورې دا نشم تشريح کولای چې دا څه او ولي وشوه؟»

ليکونکی: بلوېګ، شيرين ګرديوال

کتونکی، نسيم صابر