1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واڼه کي دوه تنه پاکستاني سرتيري وژل سوي دي

۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16w2M

د امنیتي سرچينو په حواله، نن د پاکستان په شمال لوېديځ، له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښي د دوو ځانمرګو بریدو په نتیجه کښي دوه پاکستاني عسکر ووژل سوي دي. دغه راز۴ نور سرتيري هغه وخت زخمیان سول، چي چاودیدونکي مواد ددواړو ځانمرګو بریدکونکو په موټرانو کښي وچاودیدل. دغه پيښه د ناآرامه جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کښي د پوځ تر اډې دباندي رامنځته سوې ده. محافظینو د دوی پر شکمن موټر باندي هغه مهال فیرونه وکړل، چي هغه و نه درېد.دا لا معلومه نه ده چي آیا فیرونه د چاودني سبب سوي دي او که بریدکوونکو پخپله چاودنه تر سره کړې ده.