1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وردک ولایت کې بمي چاودنې پنځه ته ملکي کسان وژلي دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15CTR

د افغان چارواکو په وینا، په وردک ولایت کې نن د سرک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې پنځه تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې یو وړوکی سروس موټر چې پکښې ملکي کسان سپاره ول د ماین ښکار شو.

د نوموړي ولایت د والي ویاند ویلي دي چې د افغانستان د دښمنانو له خوا ښخ شوی یو ماین د ملکي کسانو په موټر چاودیدلي دئ چې په ترڅ کې ئې د ښځو او ماشومانو په شمول کې پنځه تنه وژل شوي او نور دوه تنه ټپیان شوي دي.