1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وروستۍ شیبه کې د اخراج ځنډیدل

۱۳۹۶ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د رپوټونو پر بنسټ، د هغو پیښو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې الوتکې ته د یوه رد شوي مهاجر تر ختلو لږ څه مخکې اخراج یې ځنډول کیږي. دا کار دوه عمده لاملونه لري.

https://p.dw.com/p/2iMaM
Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/S.Willnow

په معمول ډول په الوتکو کې د مهاجرو اخراج له پرواز څخه لږه موده مخکې ځنډول کیږي. د دې کار دوه عمده لاملونه په ګوته شوي چي یا خو مهاجر مقاومت کوي او یا هم په ناڅاپي توګه ناروغه کیږي.

د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایې کې د ۳۸۷ تنه مهاجرو اخراج له پرواز څخه لږه موده مخکې ځنډول شوی. د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړۍ نیمایې کې ۲۲۶ داسې پيښې ثبت شوې وې.

په دې توګه نو په روان کې میلادي کال کې په دا ډول پیښو کې ۷۱ سلنه ډیروالی راغلی دی. نوموړي ورځپاڼې دغه ارقام د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شویو ارقامو پر بنسټ خپور کړي دي.

د اخراج د لړۍ کمیدل

د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایې کې په مجموع کې د مهاجرو د بیرته ستنولو په لړۍ کې کموالی لیدل کیږي. د ۲۰۱۷ م کال د جون میاشتې په پای کې د مهاجرو د بیرته ستنولو ۱۲۵۴۵ مورده ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې دغه رقم د تیر کال په همدې وخت کې ۱۳۷۴۳ مورده وو.

په دغو اخراجونو ۱۸۶ داسې موارد ول چې مهاجرو د خپل اخراج په مقابل کې ډير سخت مقاومت ښودلی دی. په دې ځای کې نږدې ۵۴ سلنه زیاتوالی لیدل کیږي. ۶۱ تنه مهاجرو د خپل اخراج له ټاکل شوي وخت څخه لږه موده مخکې ځانونه ناروغان ثبت کړي دي چې په دې صورت کې یې هم انتقالول ممکن نه وو. په دې توګه نو د ۱۱۰ په شاوخوا کې زیاتوالی ثبت شوی دی.

په ۱۱۳ مواردو کې د الوتکې املې د اخراجیدونکو مهاجرو له انتقالولو څخه انکار کړی دی چې دا هم شاوخوا ۶۹ سلنه زیاتوالی ښيې.

دقیق ۲۷ تنه مهاجر بیرته خپل هیواد ونه لیږدول شول، ځکه اصلي هیواد یې په ناڅاپي ډول له بیرته منلو څخه انکار کړی وو. په دې ځای کې دقیق ۲۰۰ سلنه زیاتوالی لیدل کیږي. 

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: