1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ورځ کي به تر ۸۰ زياتي پناه غوښتنې ونه منو»

۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د اُتريش هيواد حکومت اعلان کړی چي د دې وروسته به په ورځ کي تر ۸۰ څخه زياتي غوښتني ونه مني. له بل اړخه د بالقان هيوادونو هم يو شمېر پناه غوښتونکي ايستلي دي.

https://p.dw.com/p/1Hwtd
انځور: Reuters/L. Foeger

د اُتريش هيواد د پناه غوښتني له پاره پوله اعلان کړه. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزيري يوهانا ميکل لايتنر د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۷مه نېټه) وويل چي اُتريش به د دې وروسته تر ۸۰ څخه زيات د پناه غوښتنليکونه ونه مني. په دې توګه سره اُتريش د پناه غوښتنې له پاره ورځنۍ حد اکثر پوله مقرره کړه.

يوهانا ميکل لايتنر زياته کړې ده چي د دې وروسته به تر ۳۲۰۰ څخه زياتو هغو پناه غوښتونکو ته و اُتريش ته د داخيلېدو اجازه ورنه کړي، چي و ګاونډي هيوادونو ته د پناه تر لاسه کولو په موخه تلل غواړي. اُتريش د پناه غوښتونکو د بهير څخه په ځانګړې توګه اغېزمن هيواد دی او له همدې کبله يې د مهاجرو په وړاندي خپل سياست لا سخت کړی دی.

د اُتريش حکومت تر مخه لا اعلان کړی ؤ چي په روان ۲۰۱۶ کال کي به صرف ۳۷۵۰۰ د پناه غوښتنليکونه ومني. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵ کال په دغه هيواد کي ۹۰ زرو انسانانو د پناه غوښتنه کړې وه.

د اُتريش د کورنيو چارو وزيري يوهانا ميکل لايتنر د سه شنبې په ورځ ويلي ول چي د خپلو ګاونډي هيوادونو سره به پر پوله کنټرول لا زيات کړي. اُتريش د هنګري، سلووېنيا او اېټاليې سره د خپلو ۱۲ سرحدي پاټکونو د لا ټينګولو هوډ څرګند کړ. لايتنر دا هم ويلي چي د پولو د ټينګولو له پاره به یو شمېر اقدامات وکړي. اُتريش د دسامبر په مياشت کي لا د سلووېنيا سره پر خپل سرحد يو بل سيمي دېوال جوړ کړی ؤ.

له بل اړخه د بالقان پر لار لوېديځي اروپا ته پر لاري يو شمېر پناه غوښتونکي بېرته لېږل سوي دي. په دې ترڅ کي کرويشيا ۲۱۷ پناه غوښتونکي بېرته سربستان ته لېږلي دي. د رسنيو او چارواکو د راپورونه پر اساس دغه پناه غوښتونکي تر مخه له سلووېنيا څخه و کرويشيا ته بېرته لېږدول سوي ول. ويل سوي چي په بېرته لېږدول سوو مهاجرو کي اکثريت افغانان دي. دا چي دغه کسان ولي بېرته لېږدول سوي لاملونه يې نه دي څرګند سوي. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۰۱۵ کال د ترکيې، يونان او بالقان هيوادونو له لاري تقريبا يو مليون پناه غوښتونکي و لوېديځي اروپا ته ورسېدل.