1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ورکي سوي الوتکي پيسي د لټون ساحه پراخه سوې

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۱, چهارشنبه

مالیزیا په خپلي يوې ورکې شوي مسافر وړونکي الوتکي پسې د لټون دایره د انډمان تر سمندرگي پوري پراخه کړې ده. د کوالالمپور چارواکو ویلي دي چې د الوتکي د لټون په برخه کې به هیڅ ډول ناغیړي ونه کړي.

https://p.dw.com/p/1BNvV
انځور: Reuters/CNS Photo

ه ورکه شوې الوتکه پسې د لټون د عملیاتو ساحه هر گړی بدليږي. چین هم په خپل وار سره د الوتکي د لټون اعلان کړی دی په داسې حال کې چې ویتنام بیا په خپل سمندري حدودو کې د لټون پای ته رسولو اعلان وکړ.

د مالیزیا د خصوصي هوايي چلن د سکتور مشر اظهرالدین عبدالرحمان د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د الوتکې د لټون د عملیاتو دایره د انډمان تر بحیرې پوري غزول کیږي.

دغه سیمه د اندونيزيا «سوماترا ټاپو» ته نږدې پرته ده. عبدالرحمان زیاته کړه:«د تري تم شوي الوتکي د لټون په برخه کي به موږ له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو.»

خو هغه دا ونه ویل چې د لټون دغه ساحه له اصلي سیمي څخه په لسونو کیلومتره لري د کوم دقیق معلومات پر اساس پراخیږي او که څرنگه؟

د الوتکي د لټون په برخه کې د ناکامۍ له امله د مالیزیا حکومت په هیواد کې دننه له سختو نیکو سره مخامخ او دغه نیوکي ورځ تر بلې مخ پر ډيریدو دي. د اسوشيېتيد پرس خبري آژانس په حواله د چارواکو له خوا د متضاد او نامکملو معلوماتو له امله د هر ورځې په تیریدو سره د ورکو شویو مسافرو د کورنیو د غړو غوسه ډیریږي.

له الوتکي سره د ورکو سوو کسانو د کورنۍ غړي
له الوتکي سره د ورکو سوو کسانو د کورنۍ غړيانځور: Reuters

د دې په غبرگون کې د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق له ولس څخه د صبر او زغم غوښتنه کړې ده. رزاق ویلي دي چې ولس باید د حکومت ملاتړ وکړي او دوعا وکړي، څو الوتکې ته د رسیدلو له پاره کوم معلومات ترلاسه شي.

د مالیزیا لومړي وزیر په یوه تلویزوني مرکه کې وویل: «زه باور لرم چې بالاخره به موږ الوتکه پيدا کړو، خو پوښتنه دا ده چې کله؟ اوس په کار ده چې موږ له زغم ولرو او دوعا وکړو.»

بله خوا ویتنامي چارواکو ویلي دي چې د ماليزيا له حکومت څخه د تريتم شوي الوتکې د لټون د نوي سمت په هکله وضاحت غواړي.

د ویتنام د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت مرستیال فام کوی ټیو، ويلي دي: «موږ له مالیزیا څخه د معلوماتو تر ترلاسه کولو پوري د خپلو مرستو او لټون د ځينو هڅو د درولو پریکړه کړې ده.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د دوی کښتيو په بحر کې د الوتکې او د هغه د مسافرو د لټون هڅې ډیري محدودي کړي دي.

ویتنام د چین په سویلي سمندر کې د الوتکي په لټون کې مرسته کوله. د شنبې ورځې په سهار د ماليزيا هوايي شرکت يوه الوتکه چې له کوالالمپور څخه د پيکينگ پر لور روانه وه نا ببره له راداره ورکه شوه. له هغه راهيسي بيا تر اوسه پوري د دغي الوتکي البوشاکه هم نه ده ليدل شوې.

د چین د هوايي چلن ادارې مشر لي ژیاسیانگ ویلي دي چې د چین هوايي ځواک غواړي د مالیزیا د ورکي شوي الوتکي د لټون په موخه دوې الوتکي ځانگړي کړي. هغه زیاته کړه چې د الوتکي لټون به وچي ته هم وغځول شي.