1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ورکي شوي الوتکي پسې لټون ادامه لري

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲۶, دوشنبه

آسترالیا ویلي دي چې دوی په ورکې شوي ماليزيايي مسافر وړونکي الوتکې پسې د پلټونکو عملیاتو د سویلي برخې مشري پر غاړه اخلي. چینايي رسنیو د مالیزیا پر وړاندي خپله لهجه تنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1BQt9
انځور: picture-alliance/dpa

آسترالیا د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ میاشتې ۱۷) ویلي دي چې دوی به د تري تم شوي الوتکي له پاره په سویلي برخه کې د پلټنو د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. ویل کیږي چې ښایي د مالیزیا مسافر وړونکې الوتکه چي له لسو ورځو راهيسي ورکه ده پر دغه لور الوتنه کړې وي.

د آسترالیا لومړي وزیر ټوني اېبټ، پارلمان ته ویلي دي: «د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق له آسترالیا څخه غوښتي دي چې په سویلي برخه کې د الوتکې د لټون د چارو مشري پر غاړه واخلي چې د مالیزیایي چارواکو په آند ښایي الوتکي پر دغه لور سفر کړی وي.» هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه «چې ما د دغه کار له تر سره کولو سره موافقه وکړه.»

اېبټ په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې د مالیزیا او آسترالیا د دفاعي چارو مشران پر دې باندي غږيږي چې څرنگه د دغه کار له پاره په ښه توگه چمتووالی ونیول شي. دې پوښتني ته په ځواب کې چې آسترالیایي ادارو دغه هیواد ته څیرمه په کوم ځای کې د ورکې شوې الوتکې کوم څرک لگولی دی، وویل چې په دې اړه کوم معلومات نه لري.

«په قصدي توگه انحراف»

د مالیزیا حکومت د شنبې په ورځ وویل چې څېړنو ښوولې ده چې د مارچ میاشتي پر اتمه نېټه تري تم شوې الوتکه په قصدي توگه له خپل اصلي تگ لوري څخه د مرکزي آسیا د شمال او یا هم د هند د سمندر د سویل پر لور کږه شوې ده. په دغه الوتکه کې د عملې په گډون ۲۳۹ تنه سپاره ول.

دغه مسافر وړونکي الوتکه چې د مالیزیا له پلازمینې کوالالمپور څخه د پیکينگ پر لور الوتې وه، شپږ تنه آسترالیایي وگړي هم پکښې سپاره ول. مالیزیایي چارواکي اوس د ورکې شوي الوتکې د پیلوټانو او د عملې په اړه پلټني کوي.

تحقیق کوونکي په دې باور دي چې الوتکه د داسې یوه کس له خوا له خپل اصلي مسير څخه اړول شوې ده چې د الوتکي او راهنمایي کوونکي سیستم په اړه یې پوره پوهه درلوده.

«متناقص او نابشپړ معلومات»

له دغه پیښي سره د چلن له کبله، پر مالیزیا باندي د چین له خوا نیوکي مخ پر زیاتیدو دي. د دغه الوتکې دوه پر دریمه برخه سپاريان چینایي وگړي دي.

د چین یوې ورځپاڼې «چاینا ډیلي» د دوشنبې ورځي د گڼي په سر مقاله کې دا پوښتنه عنوان کړې ده چې ولي کوالالمپور د دې له پاره یوه اوونۍ انتظار وایست چې ښایي د یوه «قصدي» عمل په پایله کې الوتکه تري تم شوي وي. ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې زیاته کړې ده: «د مالیزیا د هوایي شرکت او حکومت له خوا وړاندي شوي متناقص او نابشپړو معلوماتو د لټون چاري له ستونزو سره مخامخ کړي دي او دغه پيښي لا پسي یو مرموز شکل غوره کړی دی.» دغي ورځپاڼي یاودنه کړې ده چې «نور کوم معلومات شته چې نړۍ لا ترې نه ده خبر؟»

د «گلوبل ټایمز» په نوم یوې بلې ورځپاڼې لیکلي دي چې مالیزیا له دغي پېښي سره د چلن له کبله خپل «صلاحیت او اعتبار» له لاسه ورکړی دی. نوموړي ورځپاڼي آن وړاندیز کړی دی چي که چیري د دغه هیواد په مشرۍ د پلټنو عملیاتو همداسې بې له کومې نتیجې ادامه ولري نو د پلټنو مشري دې بل چا ته وسپاري.