1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وزیرستان کي بمي چاودني نهه پوځيان وژلي دي

سعيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د سړک د غاړې ماین په یوه چاودنه کې نهه تنه وژل شوي او یو شمیر نور بیا ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا ښایي د مرگ ژوبلې شمیر لوړ شي.

https://p.dw.com/p/1BvZ8
انځور: dapd

د پاکستان د پوځ له خوا رسنیو ته په یوه استول شوې بیانیه کې راغلي دي چې د «ترهگرو له خوا ايښوول شوی» بم د شمالي وزیرستان میرانشاه، ته څرمه د سرتیرو د موټرو پر یوه کتار چاودلی دی. زیاته شوې ده چې پر نهو سرتیرو سربیره یو شمیر نور بیا ټپیان شوي هم دي.

اسوشیتد پرېس خبري آژانس د دوو استخباراتي چارواکو له قوله لیکلي دي چې تر دغه برید وروسته پوځ سملاسي دغي سیمي ته څرخۍ الوتکي استولي دي او د یاغیانو پر پټنځایونو یې بریدونه کړي دي، خو دا خبره لا معلونه نه ده چې په دغه ترڅ کې کومه مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده او که نه. دغو استخباراتي چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي.

لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستي، خو ښایي د دغه برید پړه پر پاکستاني طالبانو او القاعدې جنگیالیو ورواچول شي، چې په دغه سیمه کې خوندي پټنځایونه لري.

د پاکستان پوځ له یوې لسیزي راهیسي په نسبي توگه نا آرامه او قبایلي سیمو کې د یاغیانو پر خلاف جنگیږي، خو په شمالي وزیرستان کې یې لا تر اوسه تعرضي عملیات نه دي پیل کړي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف حکومت له څه مودې راهیسې د طالبانو له ډلې سره د سولي خبري اتري پيل کړي دي، څو دغه تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښیږدي، چې د زرونو انسانانو ژوند یې واخیست. د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې وینا پاڼه کې دغه بمي برید غندل شوی دي.

د يوه مدافع وکیل وژل کیدل

د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې تیره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو کسانو مدافع وکیل راشد رحمان په خپل دفتر کې وژلی دی. راشد رحمان «مذهب ته د سپکاوي» په یوه قضیه کې د پوهنتون د یوه استاد مدافع وکیل وو.

د ذوالفقار علي، په نوم د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي ویلي دي: «وسله والو کسانو د چهارشنبې په ماښام د راشد رحمان پر دفتر هجوم وروړ او بې دریغه يې فيرونه پیل کړي او راشد رحمان او د هغه دوه نور ملگري چې هلته حاضر ول ټپیان کړي دي.»

نوموړي چارواکي په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې دغه کسان د نشتر روغتون ته ورسول شول، خو ډاکټرانو د راشد رحمان وژل کیدل تائید کړل او د نورو دواړو ټپیانو درملنه ادامه لري.

راشد رحمان، د بهاوالدین زکریا پوهنتون د یوه استاد جنید حفیظ مدافع وکیل وو. جنید حفیظ، د تیر کال په مارچ میاشتې کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي باندي تورن شوی وو. د دغه پوهنتون یوه تن محصل د نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې استاد جنید حفیظ په ټول پوهنتون کې د لبراله نظر لرلو له کبله مشهوره وو او د هغه پر ضد «مذهب ته د سپکاوي» دوسیه د محصلینو د یوې ښی اړخي ډلي د فشار له کبله رامنځ ته شوې وه.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یوه غړي ویلي دي چې د تندلارو مذهبي ډلو د بریدونو له کبله هیڅوک دې ته چمتو نه ول چې د دغه قضیې وکالت وکړي. خو راشد رحمان چې د بشري حقونو یو فعال وو د نوموړي تورن کس د مدافع وکیل کیدو پریکړه يې وکړه.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، د روان کال په مارچ میاشتې کې د دغي قضیې په لومړنۍ محاکمه چې د امنیتي دلایلو له کبله د زندان په داخل کې تر سره شوې وه، راشد رحمان ته د عریضه کوونکو وکیلانو له لوري گواښونه شوي ول.

تر دغه استماعیه غونډي وروسته، د پاکستان د بشري حقونو له کمېسیون څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي ول: «په استماعیه غونډه کې عارضو وکیلانو راشد رحمان ته ویلي ول چې دی به په راتلونکي استماعیه غونډه کې گډون و نه لري، ځکه چې دی به ژوندی نه وي.» د هیومن رایټس کمیشن آف پاکستان د وینا له مخې راشد رحمان ته دغه گواښونه د قاضي په موجودیت کې شوي ول.