1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ویانا کې د سوریې د کړکیچ په هکله غونډه

۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

په ویانا کې د جمعې په ورځ په یوه بیړنۍ غونډه کې د سوریې د کورنۍ جگړې له پاره د یوې حل لارې د لټون په هکله غونډه کیږي. په دغه غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو، ترکیې، سعودي عربستان او د روسیې د بهرنیو چارو وزیران گډون کوي.

https://p.dw.com/p/1Gt4T
انځور: picture-alliance/dpa/Ministry of Foreign Affairs of the Russian Federation

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د څلورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوریې د کړکیچ له پاره د یوې حل لارې د لټون له پاره په یوه غونډه کې سره راټولیږي. په دغه غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سربیره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر فریدون سنیرلي اوغلو، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف گډون کوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغې غونډې تر مخه پر لویدیځ باندې په سوریه کې د «دوه گونې لوبې» د ترسره کولو تور پورې کړی وو.

په اتریش کې د څلور هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر یوې غونډې سربیره د ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د جان کیري یوه جلا غونډه په پام کې ده. همداشان د سیرگي لاوروف او جان کیري تر منځ به هم یو دوه اړخیز ملاقات وشي.

په داسې حال کې چې روسیه د ولسمشر بشارالاسد فعاله ملاتړ کوي، په ویانا کې د غونډې نور برخه وال ژرله  واکه د هغه د لیرې کیدو غوښتنه کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ یو پوځی ائتلاف له یوه کال راهیسې په سوریه او عراق کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر مورچلو هوایي بمباري کوي. په داسې حال کې چې روسیې بیا له خپله اړخه د سپتمبر له میاشتې راهیسې د بشارالاسد په ملاتړ د یاغیانو پر مورچلو بریدونه پیل کړي دي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ پر لویدیځ باندې تور ولگاوه چې دوی په سوریه کې د «ترهگرو» پر ضد مبارزه کوې خو په وینا یې له یوې برخې څخه په «منځني ختیځ کې د خپلو مواضع د پراخولو» له پاره گټه اخلي. د سه شنبې په ورځ هغه په مسکو کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد هرکلی کړی وو. دواړو مشرانو په سوریه کې د کورنۍ جگړې د ختمیدو له پاره د یوې «سیاسي پروسې» غوښتنه کړې وه.

خو د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پنجشنبې په ورځ د آلمان په پلازمینه برلین کې څرگنده کړه چې د دغسې یوې حل لارې په برخه کې اسد یو خنډ دی. کیري په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې ایران او روسیه هم پر دې نظر دي چې د نظامي لارې د سوریې کړکیچ نه شي حلیدای. هغه زیاته کړې چې ټول په دې یوه خبره موافق دي چې سوریه دې یو متحد، سیکولار او څو گوندیزه هیواد اوسي.

د سوریې کورنۍ جگړې باندې څه د پاسه څلور کاله اوړي. د رپوټونو له مخې دغې جگړې تر اوسه له ۲۵۰ زرو زیاتو انسانانو ژوند اخیستی. روسیې د سپتمبر له میاشتې راهیسې د سوریې په کورنۍ جگړه کې پوځي مداخله کړې. د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ۹۳۴ پروازونو په ترڅ کې ۸۱۹ «ترهگر اهداف» په نخښه کړای شوي دي.

په عین وخت کې بریتانیې، فرانسې او هسپانیې د سوریې د پوځ له لوري د خوشه یي بمونو د احتمالي استعمال له کبله د ملگرو ملتونو له امنیت شورا څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده. په ملگرو ملتونو کې د فرانسې سفیر ویلي دي چې دغه هیوادونه اوس د یوه پریکړه لیک د مسودې پر جوړولو باندې کار کوي. د دیپلوماتیکي کړیو د معلوماتو له مخې ښایي دغه پریکړه لیک د اکتوبر میاشتې په پای کې د امنیت شورا ته وړاندې شي.

خو دا د تصور وړ نه ده چې د ویټو حق درلودونکی هیواد روسیه دې هغه تائید کړي. روسیې او چین په امنیت شورا کې د سوریې د حکومت پر وړاندې څو وارې د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده.