1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يمن کي هم احتجاج کوونکي د بدلون غوښتنه کوي

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

په جنوب کی د تجزیه غوښتونکو، په شمال کی د شعیه پاڅون کونکو، او بالاخره د القاعدي د ترورستی شبکی سره د يمن حکومت مخامخ دی

https://p.dw.com/p/R8HO
د يمن احتجاج کوونکي د الصالح د استعفی غوښتنه کوي
د يمن احتجاج کوونکي د الصالح د استعفی غوښتنه کويانځور: Picture-Alliance/dpa

د یمن د رژیم مخالفینو خپل زغم له لاسه نه دی ورکړی او د ولسمشر علی عبدالله صالح د حکومت د نسکورولو لپاره خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي. په کومه اندازه چی د احتجاجونو لمنه پراخیږي په همهغه اندازه حکومت د خپلو مخلفینو په زپلو کی زیاتوالې راولې. د اټکل له مخی د جنوری د میاشتی راهیسی کم ترکمه 30 تنه په احتجاج کونکې وژل شوي دي. وروستی خونړۍ پیښه د تیری سه شنبی په ورځ وشوه چی په پایله کی یی د پولیس په ډزو کښی د یمن په جنوب کی د صالح یو پلوي او په پلازمینه صنعا کی یو محصل و وژل شو، او شاوخوا اتیا تنه ټپیان شول.

د احتجاج کونکو څخه یو تن د امنیتی ځواکونو شدیده وضه یعنی په بامونو کی د نښه وشتونکو پولیس افسرانو ځای پرځای کول یو سازمان شوی جنایت وباله. او همدارنګه پولیسو دری تنه زندانیان د صنعا د مرکزی جیل څخه د تیښتی په حال کی په ډزو ووژل

د رژیم مخالف ګوندونه ادعا کوي، چی پولیسو حتا پر طبی کارکونکو هم بریدونه کړي دي. خو بیا هم یوه یمنۍ محصله وایی، چی مخالفین به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي:

«مونږ باور لرو چی اضافه د 30 کلونو د حکومت کولو څخه اوس دا وخت را رسیدلې دي. چی په یمن کی هم بدلون را منځته شي»

اوس وضه ډیره کړکیچنه ښکاري، خصوصآ ورسته تر هغه چی علی عبدالله صالح د مخالفینو غوښتنه ونه منله. د مخالفینو د ورستۍ غوښتنی اصلی موخه د روان کال تر پایه د جمهوری ریاست څخه د ښاغلی صالح استیفا وه.

خو علی عبدالله صالح تصمیم لری چی د پارلمانې دوری تر پایه یعنی 2013 کاله پوری د جمهوری ریاست په چوکۍ کی پاتې شي. په دي یو طرفه پریکړي سره صالح خپل معتمد کسان او قبایلی مشران له لاسه ورکړي.

په یمن کي د مظاهرو لاملونه په حقیقت کی همهغه علتونه دي چی په نورو عربي هیوادونو کی هم د خلکو د راپورته کیدو سبب شوی دي. لکه بیوزلې ، اداري فساد ، بیکاری ، خرابه اقتصادي وضعه او د جمهوری ریاست د دورو اوږدیدل اومیراثی کیدل. د یمن د 23 میلونه نفوس څخه 40 ٪ یی د ورځی تر 2 ډالرو لږ عاید لري.

ولسمشر او حکومت له دریو خواوو څخه په مبارزی اخته دي. په جنوب کی د تجزیه غوښتونکو غورځنګ، چی پخوا یو مستقل هیواد وو،په شمال کی د شعیه پاڅون کونکو، او بالاخره د القاعدي د ترورستی شبکی په مقابل کی، چی په دي برخه کی د امریکا د متحده ایالاتو د مالې او ستراتیژیکی مرستی څخه برخمن دي.

پرته د صنعا څخه د پاڅون کونکو مقاومت د پلازمینه په جنوب (ذمار)ښار، د هند د اوقیانوس د ساحل عدن په بندرګاه کی او د هیواد په شمال ختیځ (سیحوت ) او همدارنګه د هند د اوقیانوس په ساحل کی دي.

لايډټ هولډ / شمس الرحمن ناصر

کتونکی: احمدولي اڅکزی