1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي د حکومت جوړونې دريمه هڅه هم ناکامه سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه
https://p.dw.com/p/14uFH

د يونان په هيواد کي د ټاکنو وروسته د حکومت جوړونې درېيمه هڅه هم ناکامه سوې ده. د يونان د سوسيالستي گوند مشر اېفانگېلوس د درېيم گوند مشر وو چي ورته د حکومت جوړولو دنده سپارل سوې وه خو هغه هم د تيرو دوو سياستوالو په څېر په دې ونه توانید چي د گوندونو ائتلاف جوړ کړي.

له دې کبله به د جون په نيمايي کي يونانيان بيا اړ وي چي ټاکنې تر سره کړي. په يونان کي د يکشنبې د ورځې په ټاکنو کې هیڅ کوم گوند اړيني څوکۍ په لاس نه وې راوړې. اټکل کيږي چي په نوو ټاکنو کي به د سپما ضد گوندونه زیاتي رايي وگټي چي ښايي د هغوی اقصادي سياست د يورو پول واحد په زون کي د يونان غړيتوب پای ته ورسوي.