1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي د کيڼ اړخي گوند برياليتوب

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

د یونان په پارلماني ټاکنو کې د کيڼ اړخي گوند «سیریزا» له بریالیتوب سره د سپما او اصلاحاتو تگلاره له خنډ سره مخامخ شوه. د گوند مشر، سیپراس له نړیوالو مرسته کوونکو څخه د یونان د پورونو د یوې برخي د بخښلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EQR2
انځور: Reuters/A.Konstantinidis

له وړاند وینو سره سم د یونان کیڼ اړخي گوند په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو. خو د حکومت کولو له پاره هغه بیاهم ايتلافي ملگرو ته اړتیا لري. په تیرو څو کلونو کې دغه گوند د یونان د سپما تگلاره د دغه هیواد د مالي او اقتصادي ستونزي اصلي لامل گاڼه.

د ياد گوند مشر، الکسیز سیپراس د یکشنبی په ماښام په آتن کې خپلو زرونو پلویانو ته وویل چې «د یونان ولس په دې پارلماني ټاکنو کې په خپلو رایو سره بې له شکه د سپما شيطاني کړې بالاخره ماته کړه.» هغه وویل چې د اروپايي اتحادېې او د نړیوالو مالي مرسته کوونکو له خوا د سپما « تپل» شوی پروگرام دغه هیواد د تباهۍ کندي ته برابر کړی وو:

«یونان یو نوی فصل پرانیست. یونان تباه کوونکي سپما ته شا واړوله. هغه له ډار او له مطلق العنانیت څخه وژغورل شو. هغه بالاخره د پنځو کلونو درد او رنځ ختم کړ.»

د کیڼ اړخي گوند مشر وویل چې نوی حکومت به اوس خپل ځانگړي اصلاحي پلانونه وړاندي کړي، خو په دې برخه کې له نړیوالو پیسو ورکوونکو سره د یو گډ حل د موندلو همکارۍ ته چمتو دی.

هغه نړیوالو مالي مرسته کونکو ته د نوو شرایطو له مخې د خبرو اترو وړاندیز وکړ. سیپراس د انتخاباتي مبارزې په ترځ کې خپلو خلکو ته ژمنه کړې وه، چې د ټاکنو د گټلو په صورت کې به پر نړیوالو پیسو ورکوونکو باندي فشار راوړي چې د یونان د پورونو یو زیاته برخه ور وبخښي.

د ایرو په حوزه کې اندېښنې

د یونان د کین اړخي گوند مشر، سیپراس وویل چې د تیرو کلونو د سپما پروگرام نه یوازي یونان، بلکي د اروپايي ټولني نور هیوادونه هم سخت اغېزمن کړل. هغه وویل: «زموږ بریالیتوب د اروپا د ټولو هغو خلکو بریالیتوب دی چې د مالي سپما پر ضد مبارزه کوي، د سپما هغه پروگرام چې زموږ گډه اروپايي راتلونکې یی ویجاړه کړې ده.»

په یونان کې د کيڼ اړخي گوند بریالیتوب، يورو نوره هم د ډالرو په مقابل کې کمزوره کړه. د يورو په حوزه کې اندېښنې پر زیاتیدو دي، څو داسي نه چې له دغي حوزې څخه وتلو ته مجبوره کړل شي. په عین وخت کې د آسیايي اسهامو بازارونه هم د کمزورۍ پر لور روان دي.

اروپايي اتحادېې او نړیوال وجهي صندوق تر اوسه پوري یونان ته په ۲۴۰ ميلیارد ایرو ورکولو سره دغه هیواد له دولتي انفلاس څخه ژغورلی دی.

د يورو په ډله کې اوس پر دې هکله فکر او غور کیږي چې آيا د فبروري له ۲۸ څخه وروسته له یونان سره نوري مالي مرستي وشي که نه. د يورو حوزې د ماليې وزیران نن (دوشنبه) د دغه کړکېچ ځپلې هیواد د وضعیت په هکله سلا مشورې کوي. خو تراوسه لا وختي دی چې په دې هکله یوه مشخصه پریکړه وکړي.

ایا تر چهارشنبه پوري به نوی حکومت جوړ شي؟

په یونان کې د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو بریالي گوند ته یو امتیاز منل شوی دی. هغه دا چې معمولا کفایت کوي چی د ۳۰۰ پارلماني چوکیو څخه ۲۵۰ یی د ازادو ټاکنو له لاري انتخاب شی. په دی اساس پاتی۵۰ چوکۍ په اتوماتیکه توگه د پارلمان پیاوړي گوند ته ورکول کیږي. په دې سره نو د یو غښتلي حکومت د جویدو له پاره چانس زیاتیږي.

کیڼ اړخی گوند «سیریزا» غواړي چې د چهار شنبې تر ورځې پورې حکومت جوړ کړي. د هغه گوند یو استازي وویل چې کیدای شي همدا نن (دوشنبه) د گوند مشر، سيپراس د نوي لومړي وزیر په توگه د لوړي مراسم پر ځاي کړي او تر سه شنبه یا چهار شنبې پوري خپل نوی حکومت جوړ کړي.

هغه وویل چې نن تر غرمې وروسته د یونان له غیرگوندي یوناني استازو سره لیدنه کتنه لري. له هغو او کوچینو گوندو څخه غوښتنه کیږي چي د کيڼ اړخي گوند ملاتړ وکړي.