1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي د ۲۱ تنو افغانانو مړي موندل سوي

مسعود جهش۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه

افغان چارواکي وایي چې د یونان په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتې د ډوبیدو له کبله نزدې ۲۱ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه چارواکي زیاتوي چې کابل اوس د دغو د مړو د رالیږدولو هڅې پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/178n7
انځور: picture-alliance/Milestone Media

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د دسمبر۲۵) له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، ‎چې یوناني چارواکو د یو شمیر هغو افغانانو مړي موندلي دي چې غوښتل يې په غیر قانوني توگه دغه هیواد ته ځان ورسوي. د هغه په خبره د دغو پناه غوښتونکو کښتۍ مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي ډوبه شوې ده.

دا لا معلومه نه ده چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره ول. د موندل شوو مړو د شمیر په اړه هم بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي دي. ځيني شمیرې ښیي چې د کښتې تر غرقېدو وروسته د ۲۲ افغانانو مړي موندل شوي دي خو جانان موسی زی بیا دغه شمیره ۲۱ ښیي.

موسی زي زیاته کړه چې یو افغان پلاوی یونان ته رسېدلی دی چې د دغو افغانانو د مړو د رالیږدولو له پاره لاره اواره کړي. د دغه افغان چارواکي په خبره افغان حکومت یوه الوتکه هم د دې له پاره کرایه کړې ده چې د دغو افغانانو مړي افغانستان ته پکښې راولېږدوي او د څیړنو تر بشپړیدو وروسته يې خپلو کورنیو ته وسپاري. هغه وویل چې اوس د دغو افغانانو مړي د یونان د یوه وړکي ښار په روغتون کې ساتل کیږي.

د رپوټو له مخې په مړو شوو کسانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي. دغه کسان نزدې لس ورځې مخکې له ترکیې څخه د یونان پر لور په کښتۍ کې روان شوي ول. ویل کیږي چې په دغه کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه یوازې یو افغان ژوندی پاته شوی دی. خو دغه خبره لا تر اوسه پورې تصدیق شوې نه ده.

ډیری افغانان هڅه کوي چې خپل ځانونه له غیر قانوي لارو اروپا او استرالیا ته ورسوي او هلته سیاسي پناهنده ګی واخلي. اروپا ته د رسیدو لار پر ایران، ترکیې او بیا یونان تیریږي. د دې په خاطر چې کډوال په کوچنيو کښتیو کې سفر کوي، نو وخت نا وخت د هغوی کښتۍ د یونان په اوبو کې ډوبیږي.

د سترو خطرونو منل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی، وایي چې ډیر وخت قاچاق وړونکي افغانانو ته لوی وعدي ورکوي او د هغوی له هیلو څخه ناوړه ګټه اخلي. هغه زياته کړه: «قاچاقبران د افغان ځوانانو له هیلو ناوړه ګټه اخلي او د پیسو په مقابل کې هغوی له ډیرو لویو خطرونو سره مخامخوي.»

موسی زي وویل چې افغان حکومت په وارو وار له افغانانو څخه غوښتي دي چې خپل ماشومان او ځانونه د قاچاقبرانو د ناسمو وعدو قرباني نه کړي. هغه وړاندې وویل: «موږ هیله لرو چې دا د ټولو له پاره یو بل لوی درس وي چې په دې پوه شي چې په مهاجرت او یا غرب ته په تګ کې هغه ګټې نه شته چې قاچاقبران یې خلکو ته ښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر کارپوهان او پخپله هغه کسان چې له قاچاقي لارو ځانونه اروپا او د نړۍ نورو برخو ته رسوي وایي چې تر ډیر حده پورې امنیتي او اقتصادي ستونزې دوی د افغانستان پریښودو ته هڅوي. خو جانان موسی زی وایي چې افغانان باید په خپل هیواد کې د ستونزو د له منځه وړلو هڅې وکړي.

تر دې مخکې ډیر ځلي د هغو افغان کډوالو کښتۍ چې غوښتل یې د اندونیزیا له لارې خپل ځانونه استرالیا او یا هم د ترکیې له لارې اروپا ته ورسوي، ډوبې شوې وي چې پکښې ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.