1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کي په سونو افغان مهاجرو مظاهره کړې

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د يونان په پلازمېنه آتن کي نژدې ۵۰۰ تنو افغان مهاجرو اروپا ته د مهاجرو پرمخ د بالکان هيوادونو مسير د بندېدو پرضد مظاهره وکړه. له تيري ورځي راهيسي د بالکان نژدې ټولو هيوادونو د مهاجرو پرمخ لاري تړلي دي.

https://p.dw.com/p/1I9vY
انځور: DW/D. Cupolo

د يونان په پيرو سيمه کي د مهاجرو له کمپه په سونو افغان مهاجر د احتجاج په توگه نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۹مه) راوتلي او د آتن پر لور ئې لاريون کړی دئ.

د يونان تلويزيون د راپور له مخي دغو افغانانو په آتن کي شعارونه ورکول چي «سرحدونه پرانيزئ» او «موږ هم انسانان یو».

څو ورځي دمخه د يونان پوليسو له مقدونيا سره له سرحده ډېر افغانان په سرويسونو کي بيرته ښارونو ته انتقال کړل او د هغوی ډېری اوس د آتن په ويکتوريا پارک کي تر شنه اسمان لاندي اروپا ته د سفر په تمه شپې او ورځي تيروي.

له څو اونیو راهيسي په يونان کي په زرونو مهاجر بند پاته دي. په يونان کي د بند پاتو مهاجرو پرمخ اروپا ته د بالکان هيوادونو مسير تقريباً په بشپړه توگه بند سوی دئ.

تر سلوانيا، کرويشا او سربستان وروسته مقدونيا هم يوازي ډېر لږ هغه کسان له خپلو سرحدونو پرېږدي چي د سفر قانوني اسناد ولري.

مخکي مقدونيا يوازي افغانانو، سوريايانو او عراقيانو ته اجازه ورکوله چي له سرحدونو ئې د نورو اروپايي هيوادونو پر لور تېر سي. خو له څه مودې راهيسې ئې د افغان مهاجرو پرمخ خپل سرحد په بشپړه توگه تړلی دئ.

که د ترکيې هغه وړانديز ومنل سي چي له يونان بيرته ور جواب سوي مهاجر مني، نو په ترکيه کي به يوازي د سوريايي مهاجرو د پاتېدو چانس وي او نور ټول مهاجر هغه که افغانان دي، که ايرانيان او يا عراقيان خپلو هيوادونو ته د بيرته لېږلو له خطر سره مخامخ دي.