1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کې مهاجرو ته ۵ کلن پاسپورټونه ورکول کيږي

۱۳۹۶ مرداد ۲۸, شنبه

داروپا شورا په يونان کې مهاجرو ته د پنځه کلن « کوالفيکشن پاسپورټونو» د ورکړې يوه پروژه پیل کړې ده. دا پاسپورټونه د سفرونو له پاره نه بلکه مهاجرو سره د زدکړې او کارموندنې په برخو کې مرستې کولای شي.

https://p.dw.com/p/2iVLK
Griechenland Steuerfahndung in Athen
انځور: DW/A. de Loore

په ټوله کې اروپا پر لور تلونکې مهاجر له ځانه سره سفري او يا هم د زدکړې اسناد نلري. له جنګ ځپلو هيوادونو څخه اروپا ته د رسيدلو مهاجرو بله ستونزه دا ده که دوې له ځانه سره خپل تعليمي اسناد هم ولري، بيا هم له يو لړ ستونزو سره مخامخ وي، ځکه د اروپايي هيوادونو تعليمي ادارې او دفترونه تر ډيره بريده د دغه شان اسنادو تصديق نشي کولای. د تعليمي اسنادو نه تصديقيدل د دې سبب واقع کيږي چې مهاجر په اروپا کې د زدکړې د دوام او د کار په موندنه کې له ستونزو سره مخ شي.

د مهاجرو د دغو ستونزو د هوارۍ له پاره د اروپايي شورا « مهاجرو له پاره د کواليفيکشن پاسپورتونو» د ويش يوه پروژه پیل کړې ده. دغه اداره د هغو مهاجرو چې له ځانه سره تعليمي اسناد لري د هغوي اسناد په منظمه توګه څيړي او تر مرکو وروسته ورته ياد پاسپورتونه ورکوي. دغه «پاسپورتونه» مهاجرو سره مرسته کوي چې په مختلفو اروپايي هيوادونو کې کار پيدا او يا خپلو لوړو زدکړو ته ادامه ورکړي.

ياده پروژه د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې پيل شوې ده چې د مهاجرت نړيوالې ادارې ملاتړ له ځانه سره لري.

هغه مهاجر چې غواړې «کوالفيکشن پاسپورت» ترلاسه کړي ورته په کار ده چې خپل تعليمي اسناد، کاري تجربې او دغه راز د ژبې په برخه کې اسناد دغې ادارې ته وسپاري. دې نه علاوه مهاجر بايد د پوښتنو او ځوابونو يو فورم هم ډک کړي. تردې وروسته، اداره له اړوند مهاجر سره تفصيلي مرکه کوي او په پایله کې د مرکې څرنګوالي ته په کتو شخص ته د پاسپورت د ورکړې او نه ورکړې تصميم نيول کيږي. هغه مهاجر چې مطلوب معيارونه پوره کړي پنځه کلن پاسپورت ورکول کيږي. 

اوسمهال دغه پروژه يوازې په يونان کې فعاليت لري. په پام کې ده چې د روان کال په وروستيو کې فرانسې او ارمنيا کې هم په کار پيل وکړي. د دغې ادارې پر وينا راتلونکی کال به نورو اروپايي هيوادنو کې هم خپل فعاليتونه پيل کړي.

د «کواليفيکشن پاسپورټ» په اړه د زياتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، دغې انترنيت پاڼې ته مراجعه وکړئ! ولرئ: http://www.nokut.no

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه تصویرونه دلته وگورئ(30.08.2016)