1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي د درغليو پيښې

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

په څو ولاياتو کي د درغليو هڅي سوي او جعلي کارتونه کارول سوي دي. په لومړی سر کي دغه خبري په مرکز کابل کي را پورته سوې.

https://p.dw.com/p/PFRM
په هلمند ولايت کی نيول سوي جعلي کارتونه
په هلمند ولايت کی نيول سوي جعلي کارتونهانځور: DW

کابل

د لومړيو درغليو او ستونزو رپوټونه هم ورکړل سوي دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يوه وياند ويلي دي چي په دوو مواردو کي داسي رنګونه کارول سوي دي، چې په آسانۍ سره بيرته د منځه ځي. دغه ستونزي د کابل ښار په دوو مرکزونو کي تر سترګو سوي دي.

د کابل په باغ بالا سیمه کي د یوه انتخاباتي مرکز څخه اته جعلي کارتونه تر لاسه سوي دی

همدا راز د انتخاباتي شکایتونو اوریدو د کمیسون غړي ضیا رفعت هم ومنله چې د کابل ښار په یوه مرکز کي یې داسي یوه پیښه موندلې چې د یوه رایه ورکونکي د ګوتي رنګ پاک سوی دی.

د کابل په شمال کي د شکر درې په ولسوالۍ کي هم شپږ جعلي کارتونه له یوې ښځي سره یو ځای ونیول سول چي یاده مېرمن د تحقیقاتو لپاره د شکردرې امنیه قوماندانۍ ته استول سوې ده.

د حبیبیبې په لیسه کې هم د کارتونو د سورې کولو ماشینونو ستونزه پیدا کړي چې وروسته له قیچي ګانو څخه کار اخیستل سوی او همدا راز یو شمیرکاندیدانو او د هغوی پلویانو د مرکز د باندي خلکو ته خپل عکسونه ویشل چي هغوی ته رایه ورکړي.

هرات

په هرات کي هم د دويچه ويلي د خبريال د راپور سره سم ډيری خلک د گوتي د رنگ څخه شکايتونه کوي.

د هغوی په خبره رنگ ډير ژر د گوټي څخه پاکيږي او يو تن ډير اسانه کولای سي چي د يو ساعت په ترځ کي دوه ځله رايه و کاروي.

جلالزی/صابر/ زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم