1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي د رفسنجاني کانديداتوري رد سوه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱, چهارشنبه

د ایران «شورای نگهبان» يا د څارني کمېټې د دغه هیواد د جمهوري رياست په راروانو ټاکنو کې د نوماندانو نومړل اعلان کړ. هغه څه چې ډیر بحثونه یې راپارولي دي د اکبر هاشمي رفسنجاني او اسفندیار رحیم مشایي، د کانديداتورۍ ردول دي.

https://p.dw.com/p/18buW
Titel: Hashemi Rafsandschani Iran Wahlen Der gemäßigte Politiker Akbar Hashemi Rafsanjani wurde am 21.05.2013 vom konservativen Wächterrat für die Präsidentschaftswahl als disqualifiziert erklärt. Quelle: Isna Zulieferer: Davoud Khodabakhsh
Hashemi Rafsandschani Iran Wahlenانځور: Isna

د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۱ کال د می۲۱) د ایران د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د گډونوالو نوماندانو نوملړ اعلان شو. په ترتیب سره به اوس د ایران په ټاکنو کې اته تنه نوماندان گډون وکړي.

له دې سره نو اکبر هاشمي رفسنجاني، چې اوس مهال د نظام د مصلحت د ډلي مشر دی او د ایران د اسلامي جمهوریت له بنسټ ایښودونکو څخه بلل کیږي، نه شي کولای چې په ټاکنو کې گډون وکړي.

په ټاکنو کې بل مطرح نوماند اسفندیار رحیم مشایی، چې د اوسني جمهور رئيس محمود احمدي نژاد له ملاتړ څخه برخمن دی هم په ټاکنو کې له گډون کولو څخه محروم شوی دی. د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پاته نوماندان سعید جلیلي، غلام علي حداد عادل، حسن روحاني، علي اکبر ولایتي، محمد رضا عارف، محسن رضایي، محمد باقر قالیباف، او سید محمد غرضي دي.

دغه نوماندان کولای شي چې د می میاشتي له۲۲ نېټې څخه خپل ټاکنیز کمپاینونه پیل کړی. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کسان په دې باور دي چې هاشمي رفسنجاني، کولای شي چي د ایران د رهبر خامنه یي، د یوه حکم له مخې یو ځل بیا د ټاکنو ډگر ته راشي او خپل ټاکنیز کمپاینونه پيل کړي.

په ټاکنو کې د گډونوالو نوماندانو د نوملړ تر اعلانیدو وروسته، اوس ټول د ایران د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد د غبرگون په تمه دي. ویل کیږي چې اوس د ټاکنو په اړه د احمدي نژاد غبرگون د ایران د راتلونکو ټاکنو برخلیک ټاکلای شي.

احمدي نژاد د ښاغلي مشایي ملاتړ کوي. خو د هغه کانديداتوري هم د «شورای نگهبان» له خوا رد شوې ده. کله چې ښاغلي مشایي په ټاکنو کې خپل ځان کاندیداوه، نو احمدي نژاد وویل: «مشایي یعنی احمدي نژاد، احمدي نژاد یعنی مشایي.» د احمدي نژاد دغه څرگندوني ښيي چې هغه تر کومي کچي پوري د مشايي ملاتړ کوي، خو اوس چې «شورای نگهبان» د هغه کانديداتوري رد کړې ده، ټول د احمدي نژاد غبرگون ته لاره څاري.


له نوماندۍ څخه د رفسنجاني د منصرفیدو هڅي

لا تر اوسه پوري د کانديداتورۍ څخه رد شویو نوماندانو کوم رسمي غبرگون نه دی ښوولی. تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه تاوده بحثونه وشي. خو د ښاغلي رفسنجاني لور فاطمه رفسنجاني، د «جرس» په نوم یوې ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «په حقیقت کې یې د رفسنجاني د کانديداتورۍ د ردولو له پاره هیڅ کوم دلیل نه دی اعلان کړی.»

میرمن فاطمې ویلي دي چې «سهار یې ښاغلي رفسنجاني ته پیغام واستاوه چې هرو مرو باید له خپلې نوماندۍ څخه منصرف شي.» خو د فاطمې په خبره رفسنجاني په واضح ډول وویل چې هیڅکله به هم دا کار و نه کړي او خلکو ته به خیانت و نه کړي.

له بلې خوا د مشایي دفتر هم د «شورای نگهبان» له خوا د خپلي کانديداتورۍ د ردولو د خبر په اوریدو سره په یوه بیانیه کې ویلي دي چې له ټولو قانوني لارو څخه به استفادوه وکړي، چي د «شورای نگهبان» پر پریکړه باندي کره کتنه وشي. د شورای نگهبان پریکړه یوازې د دغه هیواد رهبر ایت الله علي خامنه یی، ردولای شي.