1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي د ګډون اصلي شرط امنيت دی

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ دی ۸, یکشنبه

په افغانستان کي د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو دمخه یوه تازه نظرپوښتنه ښيي چي د دغه هيواد اکثره وګړي، هغه چاته خپلي رايي ورکوي چي بشري حقونه يې تر پښو لاندي کړي نه وي او د اداري فساد سابقه و نه لري.

https://p.dw.com/p/1AiCN
انځور: Aida Azarnoush

په افغانستان کي «Glevum Associates» او «AIRC» موسسو په ګډه د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه يوه نظرپوښتنه ترسره کړې ده. په دغه نظرپوښتنه کي د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کي نزدې۲۵۰۰ تنه د انتخاباتو په اړه پوښتل سوي دي.

په افغانستان کي د ګليوم اسوشيېتس موسسې عمومي مديري اليسا بويد، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۹) په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي په ټاکنو کي د افغانانو د ګډون اصلي شرط د امنيت خوندي کول دی: «د رايو ورکوونکو له پاره تر ټولو مهمه مساله امنيت ده. موږ په امنيت پوري اړوند نورو مسايلو په اړه هم پوښتنې وکړې. د پوښتل سوو په سلو کي ۶۱ کسانو ويلي دي چي دوی به خپلي رايي هغه کانديد ته ورکړي چي له طالبانو سره سوله وکړي.»

په دغه نظرپوښتنه کي ويل سوي دي چي د پوښتل سوو کسانو په سلو کي ۸۴ کسانو ويلي دي چي د دوی له پاره قومي مساله هيڅ مهمه نه ده او هغه چاته به خپلي رايي ورکړي چي د دوی قومي نه يي.

د دغي نظر پوښتني پراساس د پوښتل سوو کسانو په سلو کي ۵۹ ويلي دي، چي په هغه صورت کي، که په کانديدانو کي یوه ښځه وای دوی به خپلي رايي هغې ته ورکړي وای. دا په داسي حال کي ده چي د کانديدانو په ليست کي يوه ښځه هم نسته.

دغه نظرپوښتنه ښيي چي د پوښتل سوو کسانو په سلو کي ۵۸ سلنه يې ويلي دي چي دوی به هغه کانديد ته رايي ورکړي چي د کورنۍ د تاييد وړ يې وي. دغه راز ۸۵ سلنه بيا ويلي دي چي دوی ته دا مهمه نه ده چي ولسمشر کرزی د کوم کانديد ملاتړ کوي.

په نظرپوښتنه کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د حضور په اړه هم پوښتني ځای سوي وې. د نظرپوښتني ۷۱ سلنه پوښتل سوو کسانو ويلي دي چي خپلي رايي به هغه کانديد ته ورکړي چي په راتلونکې کي له امريکا متحده ايالاتو سره اړيکي ولري.

په دغه نظرپوښتنه کي دغه راز د انتخاباتو د روڼوالي په اړه هم پوښتني سوي دي. آغلي بويد وويل: «په هرو ټاکنو کي روڼوالی ډېر اهميت لري. د پوښتل سوو کسانو ۷۷ سلنه ويلي دي چي د ۲۰۱۴ کال ټاکني به روڼي وي.»

د نظر پوښتني پر اساس د پوښتل سوو کسانو يو پر دريمه ويلي دي چي د انتخاباتو په اړه په هيڅ نه پوهيږي. نظر پوښتني توصيه کړې ده چي د ټاکنو په اړه بايد عامه پوهاوی زيات سي.

دغه تازه نظرپوښتنه ښيي چي د افغانستان ډېری وګړي خپل معلومات د راډيوګانو په مرسته ترلاسه کوي، ځکه چي د دغه هيواد ليري پرتو سيمو ته د چاپي رسنيو رسول امکان نه لري.

د پوښتل سوو کسانو ډېری يې د انتخاباتو دمخه او د هغه په جريان کي د تاوتريخوالي په اړه اندېښمن دي. هغوی ويلي دي په هغه صورت کي به د رايو ورکولو صندوقونو ته ولاړ سي چي د امنيت په اړه ډاډ ورکړل سي.

په دغه نظرپوښتنه کي ۴۹ سلنه پوښتل سوو کسانو له راتلونکي ولسمشر څخه غوښتي دي چي امنيت ټينګ او جنګ ته د پای ټکی کښېږدي. دغه راز په سلو کي ۱۷ کسانو ويلي دي چي اقتصاد تر ټولو مهمه موضوع ده او ۶ سلنه بيا ويلي دي چي راتلونکی جمهور رييس بايد کوښښ وکړي چي په دغه هيواد کي د بې سوادۍ کچه راکښته کړي.