1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ټولنه کې مدغم شوي مهاجر باید اخراج نه شي»

۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعه

آلماني سیاستوال رچرد آرنلډ وایې دا خبره په پام کې نه نیول کیږي چې د ستنیدونکو کسانو په کتار کې هغه مهاجر هم شامل دي چې د هیواد له شرایطو سره یې ځانونه عیار کړي دي.

https://p.dw.com/p/2aMsx
Deutschland Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

آلمان د سیاسي پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو ردولو بهير ګړندی کړی دی. رچرد جوزف آرنلډ، له ۲۰۱۹م کال راهیسې د آلمان په بادن- ورتمبرګ آیالت کې د شویبش ګیموند، ښار ښاروال او د صدراعظمې انګلا میرکل ګوند (CDU) یا مسیحي دیموکرات اتحاد غړی دی. دغه کارپوه له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د مهاجرو د اخراجولو په برخه کې د آلمان د مختلفو ایالتونو ترمنځ یو ډول سیالي پيل شوی ده.

آرنلډ زیاته کړه: «زما په نظر دا هر څه په ډیر عادي ډول، بې له دې چې پرې فکر وشي په ډیري چټکۍ سره ترسره کیږي.»

د دغه آلماني سیاستوال په اند په اوس وخت کې په آلمان کې نږدې ۳۲۵ زره مهاجر داسی دي، چې باید اخراج شي. د آرنلډ په خبره په دوی کې داسې کسان هم شته چې د تیرو ۴ یا ۵ کلونو راهیسې په دې هیواد کې ژوند کوي او په آلماني ټولنه کې مدغم شوي هم دي.

د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند دغه سیاستوال وایې: «اوس هغه کسان ایستل کیږي چې د ټولني یوه برخه ګرځیدلي دي- زما په اند حکومت باید د مهاجرو تر منځ توپير وکړي، ځکه په دې شکل سره چاري پر مخ نه شي تللی.»

رچرد آرنلډ زیاته کړه کله چې آلمان ته د مهاجرو راتګ پیل شو، له دې سره سم د ولسوالیو په کچه او د خلکو له خوا هم د دوی یعنې د پناغوښتونکو د ټولنیز ادغام له پاره کوښښونه شروع شول.

نوموړي زیاته کړه «اوس هغه کسان چې د ټولني یوه برخه ګرځيدلي دي بیرته استول کیږي.» دغه آلماني سیاستوال د خپلو خبرو په دوام وویل هغو مهاجرو چې د آلمان د نظام د یوې برخې جوړیدو هڅه کړې، هغه په ناکامه بللو سره باید له آلمان څخه ونه ایستل شي.

رچرد آرنلډ پر دې خبرې نیوکه وکړه او ويې ویل چې ستونزه دا ده چې په ټولنه کې استوګن او مدغم شویو مهاجرو ته له آلمان څخه د وتلو له پاره یوه اونۍ یا تر یوې میاشتې پورې وخت ورکول کیږي. د هغه په خبره دغه پناغوښتونکي د دې پریکړې پر ضد محکمې ته هم مراجعه کوي، خو ډیر وختونه د دوی عریضه هیڅ نتیجه نه ورکوي.

نور مطالب: