1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټوله نړۍ کي د چره يي بمونو استعمال بند دۍ

۱۳۸۷ آذر ۱۳, چهارشنبه

د ډسمبر د مياشتي پر 3 نېټه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کي د سلو څخه د ډيرو هيوادونو استازو يو تړون ليک لاسليک کړی چي د مخه يې بايد په ټوله نړۍ کي نور چره يي بمونه استعمال نسي

https://p.dw.com/p/G8OC
په ليبنان کي نا چاودلي خوشه يي بمونه
په ليبنان کي نا چاودلي خوشه يي بمونه

دا ځکه چي ددغه راز سلاو استعمال زياتره د ملکي وګړو لپاره ډير خطر لري. کله چي دغه راز بمونه پر يوې سیمي باندي دهوا څخه راغورځول کيږي، مخکي له دې چي ځمکي ته ورسيږي ، په وړو وړو برخو ويشل کیږي او پر یوه پراخه سيمه باندی خوریږ ي. که څه هم د اسرايلو او د لبنان د وروستۍ جګړې څخه څه نا څه دوه نیم کاله تيرشوي خو بيا هم د لبنان په جنوب کي لا تراوسه هم ددغه رازبمونو دهغه ټوټو دچاودني خطرونه شته چی پر دغه سیمه باندي خواره شوی خو تراوسه ندی چاودیدلي.

هسي چي ويل کیږي، لا تراوسه هم په جنوبي لبنان کي په لسهاو زره چره يي یا خوشه يي بمونه پراته دي. اسرايلیانو د اسرايلو او دلبنان ترمنځ په وروستۍ جګړه کي لږ تر لږه څلور ملیونه دغه راز بمونه دحذب الله يانو پر ګوماني ځایونو باندي راغورځولي ول خو ددغه بمونو ډيره برخه لا تراوسه هم ندي چاودیدلي. ددغو بمونو ټوټي ډیري وړې دي چي دسړي پام ورته نه کیږی او زیاتره ملکي خلک ددغه سلاو قربانيان دي. دHuman Rights Watch په نامه دبشر دحقونو دپلوي سازمان استازيMarc Garlasco وايي چي :«حتي کله کله داسي پيښيږي چي څوک پر دغه بمونو باندي ختلی هم نه وی خو بياهم و چاودي.مثلا دباد په اثر. چي یا سړی معیوبوی اویا وژني.»

د چره يي يا خوشه يي بمونو يوليبنانی قرباني ماشوم چي خپله سترګه يې د لاسه ورکړې ده
د چره يي يا خوشه يي بمونو يوليبنانی قرباني ماشوم چي خپله سترګه يې د لاسه ورکړې دهانځور: picture-alliance/dpa

پخپله په اسرايلو کي هم ځیني لارښونکي سیاست مداران ددغه راز بمونو د استعمالولو سره موافق نه و. د اسرايلو ولس مشر شيمون پيريس وايي چي:«دچره يي يا خوشه يي بمونه په هکله زه بايد ووایم چي داښه کار نه و او موږ په دې کار کي اشتباه کړې او پښيمانه یو.»

ددغه بمونو څخه هغه انسانان زیات زیان من شوي دي چي دجګړې له امله دلبنان دجنوبي سیمو څخه تښتېدلي واو دجګړې څخه وروسته دوی بيرته خپلو ټاټوبوته راستانه سو ي ول. دغه راز بمونه د لبنان د جنوبي سیمو پر ډیرو ځایونو پراته دي په ځمکو، په بڼو، او يا حتی په کورونو کي. د ملګرو ملتونو د يوه رپوټ له مخه د خوشه يي بمونو له امله په لبنان کي د جګړې څخه وروسته تر اوسه 40 کسه انسانان وژل سوي او270 تنه نور ټپیان شوي دي. زياتره قربانيان ماشومان دي.

تر اوسه دملګرو ملتونو ديوه خاص ټیم له خوا د لبنان دجنوبي سیمو په سلو کي 40 برخه ددغه راز بمونو څخه پاک شوې ده. خوبیا هم سم امن په دغه سیمه کي نشته.

په تيره بيا چي دجګړې څخه ډیر وخت تير شوی او هر څومره چي دجګړې نه ډیر وخت تيرشي، په هماغه اندازه له سيمي څخه ددغه بمونو د ليري کولو کار له زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږی.