1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټولپوښتنه کې بريا: اردوغان به زيات واک ترلاسه کړي

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

د ترکیې د ټاکنو د کميسيون په حواله څه نا څه ۵۱ سلنه رایو ورکونکو د اساسي قانون تعديل ته د هو رايه ورکړې ده. خو اپوزيسيون د رفرنډم د نتايجو په اړه شکونه څرګند کړي.

https://p.dw.com/p/2bKmw
Türkei Referendum Präsident Erdogan
انځور: Reuters/M. Sezer

په پلازمينه انقره کې د ټاکنو د کميسيون مشر سعدي ګوين، وويل چې په اساسي قانون کې د بدلون په پلوۍ د رای ورکونکو شمير د هغو څخه چې د دې مخالفت یې کاو، ۱،۲۵ ميليونه زيات وو. ويل شوي چې څه نا څه ۶۰۰ زره رايې تر اوسه نه دي شميرل شوي. د رفرنډم رسمي نتايج به د يولسو ورځو په موده کې اعلان شي.

ولسمشر اردوغان لا د ټاکنو د کميسيون د رسمي اعلان د مخه خپله بريا اعلان کړی وه. نوموړي په استانبول کې وويل: «د ولس په مرسته د هيواد په تاريخ کې تر ټولو مهم اصلاحات په حقيقت بدل شول.»

ولسمشر د رای ورکونکو له خوا د «يوې تاريخي پريکړې» خبره وکړه. 

کله چې اردوغان د بري تر اعلان وروسته له راټولو شويو خلکو سره وکتل نو په دې ترڅ کې یې د اعدام د سزا د ژر تر ژره بيرته رامنځته کولو پر خبره ټينګار وکړ.  ده وويل چې که چيرې د دې له پاره په پارلمان کې اکثريت ترلاسه نه کړي نو د دويم رفرنډم امکان هم شته دی.

اپوزيسيون د درغلی تور لګولی

د ترکیې اپوزيسيون د رفرنډم د نتايجو د نه منلو اعلان کړی. د ترکیې د خلکو جمهوري ګوند مشر کمال کيليچ دار اوغلو، وويل: «دې ټولپوښتنې له حقيقت څخه پرده پورته کړه هغه دا چې د ولس ۵۰ سلنه دا نظام نه غواړي او دې اصلاحاتو ته یې د «نه» ځواب ورکړ.» ده زياته کړه چې د ټاکنو کميسيون «د ولس پر تصميم سيورې اچولی». 

د انتخاباتو کميسيون د دې د مخه د يوه لانجمن ګام په پورته کولو سره د رايو غیر رسمي پاڼې هم د اعتبار وړ وبللې. 

د استانبول په کاديکو او بيسکتاس ناحيو کې په زرونو انسانان سړکونو ته راوتلي ول. دا سيمې د حکومت د مخالفينو ټاټوبي بلل کيږي. په انقره کې هم د خلکو د جمهوري ګوند پلويان راټول شوي ول او د «فاشيزم پر ضد اوږده په اوږده» شعارونه یې ورکول.