1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي درې سره وسله وال ووژل سول

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۹, جمعه

د فرانسې پوليس وايي چي په پاريس کي ئې د يرغمل نيوني دواړي پيښي ختمي او درې تنه وسله وال ترهگر ئې ووژل. فرانسوي پوليس تقريباً په يوه وخت پر دوو جلا جلا ودانيو باندي يرغل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1EI9f
انځور: D. Kitwood/Getty Images

د فرانسې د پوليسو د معلوماتو له مخي پر «چارلي ابدو» طنزي مجلې باندي تر يرغل وروسته دواړه ترهگر ورونه د پاريس هوايي ډگر ته نژدې د چاپ په يوه فابريکه کي ووژل سول.

له پاريسه د پوليسو په حواله راپورونه وايي چي د دغه ښار په يوه مارکيټ کي چي تر ډيره ځايه يهودانو سودا پکښي کوله د جمعې په ورځ ماپښين (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۹مه) يوه وسله وال يرغل وکړ او څو تنه ئې هلته يرغمل ونيول.

پر دغه مارکېټ باندي پوليسو له دوو خوا هجوم وروړ او د يرغمل نيووکي په گډون پنځه تنه انسانان ووژل سول. ويل کيږي چي دغه وسله وال کېدای سي هغه څوک وي، چي تيره ورځ ئې په پاريس کي يوه پوليسه ووژله.

د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه وسله وال هم له هغو دوو ورونو سره اړيکي لرلې، چي د چهارشنبې په ورځ ئې په پاريس کي د طنزي مجلې «چارلي ابدو» پر مرکزي دفتر يرغل وکړي او د دغي مجلې د مسئول مدير په گډون ئې ۱۲ کسان ووژل او ۱۰ نور ټپيان کړل.

په دغو دوو ورونو (سعيد او شريف کواشي) پسي له چهارشنبې ورځي راهيسي د فرانسې پوليس په ښکار وتلي ول، چي بالاخره ئې نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۹مه) د پاريس هوايي ډکر ته نژدې په يوه فابريکه کي راگير کړل او ۷ ساعته ئې مقاومت وکړ.

دغو وسله والو يو تن هم په فابريکه کي له ځانه سره يرغمل نيولی وو. د پوليسو په وينا يرغل سوی ژوندی آزاد سوی دئ.