1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي د يوې مجلې پر دفتر خونړی يرغل وسو

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي د مشهوري طنز لیکونکي مجلې «شارلي ابدو» پر مرکز باندي د وسله والو کسانو په يرغل کي ۱۱ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1EGDJ
انځور: Reuters/C. Hartmann

دغه مجله د مشهورو شخصیتونو په اړه د طنز لیکلو او د هغوی د کاریکاتورونو په خپرولو سره مشهوره ده. د ۲۰۱۱م کال په نومبر مياشت کې د اسلام د پیغمبر د یو کاریکاتور تر خپرولو وروسته د مجلې پر دفترونو اور پاشونکي بمي بریدونه وشول.

د دغي مجلې یوه کارتونیست ويلي دي چې د چهارشنبې په ورځ وسله والو کسانو په پاریس کې د «شارلې ابدو» پر دفتر باندې هجوم وروړ او مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د پاریس د پولیسو د مخابراتي چارو آمر، «ساویر کاستینگ» ويلي دي، چې په دغې پیښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي. ویل کيږي چې ۱۰ تنه نور ټپیان دي چې د څلورو کسانو روغتيايي وضعه ډيره خطرناکه ده.

پولیسو وویل چې د مجلې په عمومي دفترونو کې فيرونه وشول، خو د نورو جزئیاتو له خپرولو څخه يې ډډه وکړه.

د «Agence Premiere Ligne» خبري آژانس یوه خبریال ینویت برینگر، د« iTele» تلویزوني شبکې ته ويلي دي، چې څو تنه نقاب لرونکي وسله وال کسان چې په ماشینگنو سبمال ول، ولیدل. هغه وویل بیا دوه تنه منصبداران ولیدل شول چې پر بایسکلونو هلته راغلل، هغوی په وسلو سمبال نه ول، بیا بیرته ولاړل.

برینگر، یادوه وکړه: «تقریباً نیم ساعت دمخه دوه تنه چې توري کڅوړې يې پر مخ کش کړي وې، له کلاشنیکوفونو سره ودانۍ ته ننوتل. بیا څو دقیقې وروسته موږ فيرونه واوریدل.»

د پولیسو د اتحادېې یو مقام، «روکو کونتینتو» د دغي مجلې د مرکزي ودانۍ په دفترونو کې وضعیت «عام وژنې» ته ورته بیان کړ.

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند د پيښي له صحنې څخه تر ليدلو وروسته د کابينې بيړنۍ غونډه رابللې ده. اولاند په داسی حال کې چې د پیښی په صحنه کې حضور درلود وویل چې په دې کي شک نشته چې دا یو «تروریستي» برید وو. هغه زیاته کړه چې په «تیرو څو اونیو کې» د څو پلان شوو بریدونو مخه ونیوله شوه.

د فرانسې حکومت په ټول پاریس کې د خبرداری کچه تر ممکنه حده پوره لوړه کړې ده.

د «شرالي ابدو» مجلې پسمنظر

دغي مجلې د مسلمانانو ضد يوه فلم په خپرېدو سره چې سخته اله گوله يې رامنځ ته کړه يو کال وروسته د اسلام د ستر پیغمبر نور ځیني کاریکاتورنه خپاره کړل چې په هغو کې هغه لوڅ ښکاره شوی دی.

دغو کاریکاتورنو سخت قهر او غوسه راوپاروله. د فرانسې حکومت د قهر او غوسو د لسمولو په خاطر پر دغي مجلې انتقاد وکړ، خو د کارتونو د خپرولو په اړه يې د بیان له آزادۍ څخه دفاع وکړه.

غبرگونونه

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل د فرانسې ولسمشر ته په یو تیلگرام کې د دغي پیښی په هکله خواخوږي ښکاره کړه او دا پیښه يې تکان ورکوونکې وبلله. ميرکل وویل چې دا کرکجن برید نه یوازي پر فرانسویانو او د فرانسې پر کورني امنیت بانید تیری وو، «بلکي هغه د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ باندي هم ښکاره يرغل دی.» ميرکل وویل چې دغه ازادي «زموږ د آزادۍ او دیموکرایتک کلتور بنسټيز عنصر جوړوي.»

د اروپايي اتحادېې کمېسیون مشر جان کلود یونکر، د دغي مجلې پر نشراتي مرکز باندي يرغل یو « بربري» عمل وگاڼه. د هغه په خبره دا په اروپا کې پر ټولو وگړو حمله ده. هغه د اروپايي اتحادېې کمېسیون پیوستون له فرانسې سره څرگند کړ.

د بریتانیا صدراعظم دیوید کمرون دغه حمله په کلکه غندلې او ويلي دي: «دا یو کرکجن عمل دی.» هغه وویل چې بریتانیا د ترهگرۍ ضد جگړه کې د فرانسې ملاتړ کوي.